په داسی حال کې چې لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتي، خو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو له لوري د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر بازار سوړ دی.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه‌شي کولای چې د قربانۍ لپاره څاروي واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د کابل ښار د اوسېدونکو په وینا، تېر کلونه به د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د ښار په بېلابېلو سیمو کې څاروي تر سترګو کېدل، خو سږکال چې لوی اختر ته یوازې درې ورځې پاتې، خو سږکال د څارویو شمېر خورا کم شوی دی.

بل‌خوا د څارویو شمېر پلورونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د څارویو په بیو کې لوړوالی راغلی او له ۴ تر ۵ زره افغانیو لوړ شوي دي.

د څارویو د پلورونکو په وینا، د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او له همدې کبله سږکال د څارویو خرڅلاو خورا کم شوی  دی.

د څارویو یوه پلورونکي جان‌ګل سلام‌وطندار ته وویل: «د پرو سږکال په پرتله یې ۹۰سلنه تفاوت کړی. اول دا چې د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی. پرو سږکال به یو چا لس پسونه اخیستل، د کور هر نفر به قرباني کوله، خو سږکال په ټول کور کې یو نفر اختر کوي، بل شاروالی هم محدودیتونه وضع کړي دي.»

په همدې حال کې د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې دوی د لوی اختر لپاره د ښار پاکوالي او شنو سیمو ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر نیولې دي.

د کابل ښاروالي ویاند وسيع‌الله زیاتوي چې د پلازمېنې په پنځو بېلابېلو سیمو ځانګړي ځایونه ټاکل شوي، څو خلک د اختر په ورځو کې د قربانۍ څاروي په‌کې حلال کړي،

نوموړي وویل: «د ښاروالي غوښتنه له ښاریانو دا ده چې خامه ځایونه پیدا کړي چې شنه نه وي او نیم میتر کنده دې وکیندي او خپل څاروي دې هلال کړي او دا کنده دې بېرته بیا له خاورو ډکه کړي، څو وینه خښه شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل ښاروالي مسوولان زیاتوي چې د ښار پاکوالي لپاره به اضافه کثافات‌دانۍ په بېلابېلو سیمو کي کېږدي، څو خلک د اختر په ورځو کې ترې ګټه واخلي او ښاروالي يې هم پر وخت خالي کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام