په کابل کې د علماوو د درې ورځنۍ غونډې په پای کې د یادې ناستې ګډونوالو د یوولس ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په لوستلو سره د اسلامي امارت له مشر هبت‌الله اخوندزاده څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د پرېکړه‌لیک پر بنسټ، د یادې غونډې ګډونوالو له نړېوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د یوه مشروع نظام په توګه په رسمیت وپېژني، مثبت تعامل وکړي، بندیزونه دې لرې کړي، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي او د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې د دغه هېواد د اوسېدونکو ملاتړ وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه‌راز د غونډې په پای کې ګډونوالو د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د مشر د حکم ملاتړ وکړ او له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ یې وغوښتل چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

تمه کېده چې په دې پریکړه‌لیک کې به په واضح ډول د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو یادونه وشي. خو د دغه پرېکړه‌ليک په نهمه ماده کې د نورو مواردو ترڅنګ د پوهنې او د ښځو د حقونو ته هم اشاره شوې ده.

د افغانستان د علماوو په درې ورځنۍ غونډه کې دوو ګډونوالو د ښځو پر زده‌کړو ټینګار وکړ.

وروسته له دې چې د علماوو د غونډې یو تن ګډونوال سید نصرالله واعظي د غونډې په لومړۍ ورځ د ښځو له زده‌کړې ملاتړ وکړ، نن د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار فاروق اعظم هم د ښځو او نجونو له تعلیم څخه ملاتړ وکړ او وې ویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو دروازې دې ژر تر ژره د نجونو پر مخ  پرانستل شي.

هغه وویل: «د ښځو او نجونو پر مخ د علم درواې تړل په کار نه دی، یباید خلاص شي او د بن‌لادن قصه ترې مه جوړوئ. ستاسې امارت له خطر سره مخ کېږي. د نجونو زده‌کړه یوه شرعي مسله ده، دا هغه کسان دي چې امارت ته یې لاره هواره کړه او قربانۍ یې ورکړې دي، دوی له علم څخه مه محروموئ.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د دې غونډې ګډونوال عبدالستار غفور وایي چې ټولنه په بېلابېلو برخو کې ښځينه متخصصينو ته اړتيا لري.

د افغانستان د علماوو په دې ستره غونډه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل او نن ماښام پای ته ورسېده. د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې څلور زره او ۵۹۵ کسانو ګډون کړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام