د افغانستان د علماوو ستره غونډه نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه او ټاکل شوې چې دوه ورځې دوام وکړي. په همدې حال کې یوشمېر هېوادوال سلام‌وطندار سره په خبرو کې وایي چې د جمهوري نظام تېرو جرګو ته په کتو د افغانستان د علماوو دا ستره غونډه هم کومه پایله نه لري.

هېوادوال زیاتوي چې د افغانستان د علماوو غونډه د ټول‌شمولیت نشتوالي له امله به د ټولنې نورو برخو ته درنه زیان ورسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل یو اوسېدونکی محمدشریف په دې اړه وایي: «اوس موږ کومه هیله نه لرو، ځکه چې په جمهوري نظام کې هم ډېرې جرګې وشوې، ان په اوونیو دوام وکړ. موږ څه ونه لېد پرته له دې چې فقر او بې‌وزلي یې زیاته کړه.»

بل اوسېدونکی الهام هم وایي: «په دې غونډه کې یو مشخص قوم جرګه کوي، هراړخیز نه دی.»

په همدې حال کې یوشمېر هېوادوال د افغانستان د علماوو پر غونډې نیوکه کوي او وایي چې د هېواد اقتصادي او بشري وضعیت ته په کتو، اسلامي امارت باید د دې غونډې لوړ لګښت پر بې‌وزلو او اړمنو خلکو وېشلي وای.

یوشمېر هېوادوال د اسلامي امارت له خوا د لارو تړل کېدو په اړه وایي چې په تېرو درېیو ورځو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. هغوی وایي، د دې پر ځای چې اسلامي امارت د خلکو ستونزې حل کړي، د هغوی ستونزې نور هم زیات شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وموغوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولر، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري نن د خبریالانو له حضور پرته د دیني عالمانو دا ستره غونډه پرانستل شوه. په دې غونډه کې له ټول هېواد څخه ۳۵۰۰ دیني عالمانو ګډون کړی چې تر دوشنبې ورځې به دوام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام