کابل کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري نن د خبریالانو له حضور پرته د دیني عالمانو لویه غونډه پرانستل شوه.

یو‌شمېر خبریالان نیوکه کوي چې د یادې لویې غونډې د خبري پوښښ لپاره اجازه نه ده ورکړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې یوه خبریاله سهیلا یوسفي د اسلامي امارت له لوري یادې لویې غونډې ته د خبریالانو له نه‌ورپرېښېدو له کبله شکایت کوي او وايي، د سرپرست حکومت دغه اقدام د اطلاع رسونې پر بهیر د بې‌باورۍ په معنی ده.

نوموړې وویل: «د اسلامي امارت لومړنۍ لویه غونډه ده چې د لویې جرګې په تالار کې پرانسل شوه، خو هغه ډول چې باید رسنیو ورته خبري پوښښ ورکړی وای، نه و چې دا خپله اطلاع‌رسونه محدودوي.»

په ورته مهال یو بل خبریال مدون غفور هم وايي چې خبریالانو ته په یاده غونډه کې د ګډون اجازه نه‌ورکول، د ملي بهیر او د لویو پرېکړو له جزییاتو د خلکو لرې ساتل دي.

نوموړې زیاتوي چې خلک غواړي د یادې ناستې له جزییاتو ځان خبر کړي او که خبریالانو ته د خبري پوښښ اجازه ورنه‌کړل شي، خلک له یوه ملي بهیر څخه بې‌برخې پاتې کېږي.

بل‌خوا د رسنیو یو‌شمېر ملاتړي بنسټونه د اسلامي امارت له دې پرېکړې نیوکه کوي او له حکومت غواړي چې خبریالانو ته د اطلاع‌‌رسنوې زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ژرنالېستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون غړی سید‌علي اصغر‌زاده د اسلامي امارت د سرپرست حکومت دغه کړنه، د رسنیو پروړاندې ظلم بولي. نوموړی ټينګار کوي چې خلک باید د یادو غونډو څخه باخبره وساتل شي او اطلاع‌رسونې ته پاملرنه ډېره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نن په کابل کې  له افغانستان څخه د شاوخوا ۳۵۰۰ دیني علماوو او قومي مشرانو لویه غونډه جوړه شوه. ټاکل شوې دغه غونډه راتلونکې دوه ورځې نور هم دوام وکړي چې په‌کې به د حکومتولۍ او ټولنیزو مسایلو په اړه خبرې وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام