کندوز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د خټکي د کښت لپاره مناسبه هوا لري. د دغه ولایت بزګران د خان‌اباد، علي‌اباد، چهار‌دره، امام‌صاحب او د کندوز ښار د عسقلان کلي په للمه او اوبیزه ځمکه کې خټکي کري.

کندوز کې یو‌شمېر بزګران وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د خټکي حاصلات ښه دي، خو د اورښتونو د نشتون، پر بېلابېلو ناروغیو د محصولاتو اخته کېدو، د مارکېټ د نه‌شتون او د موټرو د لوړې کرایې له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کندوز کې یو بزګر غلام‌محمد سلام‌وطندار ته ویلي، که دغه وضعیت همداسې روان وي، حاصلات به یې پالیزونو کې  خراب شي او ډېر زیان به وویني.

یو بل بزګر محمدالله بیا وايي چې د موټرو لوړې کرایې او د تېلو د بیو لوړېدل له کبله نشي‌ کولای چې د خټکیو حاصلات نورو ولایتونو ته ولېږدوي.

د دغه ولایت بزګران ټينګار کوي چې د کندوز خټکي لوړ کیفیت لري او اسلامي امارت باید بزګرانو سره د محصولاتو د لېږد په برخه کې مرسته او همکاري وکړي

په همدې حال کې د کندوز یو سوداګر ګل‌اعلي د تېلو له لوړې بیې څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دغه وضعیت له ستونزو سره مخ کړی دی.

د نوموړي په وینا، تېر کال به یې پاکستان ته د یوه موټر خټکي د لېږد لپاره ۱۷۰زره افغانۍ کرایه ورکوله، خو سږکال ورته څه باندې ۴۰۰زره افغانۍ تمامېږي.

په ورته مهال بزګران وايي چې دا مهال کندوز کې یو من خټکی ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي او که نورو ولایتونو او بهر ته صادر نه‌شي، زحمتونه او لګښت به یې بې‌ځایه لاړ شي.

بل‌خوا د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست عبدالغفار صدیقي وايي چې سږکال بزګرانو پر ۳۶۰۲ هکتاره اوبیزه او ۱۳۶۰ هکتاره للمي ځمکه خټکي کرلي دي.

د نوموړي په وینا، په دې وروستیو کې په پالیزونو کې د ناروغیو خپرېدو له کبله د بزګرانو ۲۰سلنه حاصلات زیانمن شوي دي. د کرنې ریاست سرپرست زیاته کړې چې د ناروغیو د مخنیوي په پار پر بزګرانو اړین درمل وېشل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هر کال د کندوز خټکي د دغه ولایت ګاونډیو ولایتونو او کابل سربېره پاکستان ته صادرېدې، خو تراوسه نه دي صادر شوي. کندوز کې عسقلاني، زرمتي، قندک او استامبولي تر ټولو مشهور خټکي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام