Asset 1SWN

کندوز کې د طالبانو برید؛ ۳ کومانډویان وژل شوي او ۹ ټپیان دي

156952189_3205194799581155_7639068825269512545_n

په کندوز کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې کومانډو ځواکونو بېګاه ناوخته د کندوز ښار د تلوکې سیمې په «بوز کندهاري» کې عملیات کړي دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د دغه عملیاتو پر مهال ځانګړي ځواکونه په یوه «۸۲ توپ» ويشتي چې له کبله یې ۳ کومانډویان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، د کومانډویانو په عملیاتو کې طالب ډلې ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندوز محلي چارواکي او د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو مسوولان په دې اړه جزیات نه ورکوي.

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا پر ټویټر لیکلي چې د کندوز ښار په تلوکه سیمه کې ۱۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام