Asset 1SWN

سمنګان کې سږکال د بادامو حاصلات ۹۰سلنه کم شوي

vlcsnap-2023-07-14-17h29m07s290

 سمنګان کې یو‌شمېر بڼوال وايي چې تېر ژمي کې د سړې هوا له امله یې د بادام حاصلات ۹۰سلنه کم شوي دي.

۴۵کلن کمال‌الدین چې له کلونو راهیسې سمنګان کې پر بڼوالۍ بوخت دی او له همدې لارې د خپلې ۱۰کسیزې کورنۍ نفقه برابروي، وايي چې پر خپلې لس جریبه ځمکه یې بېلابېل ډوله بادام کرلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، تېر کال یې له همدې ځمکې د بادام له حاصلاتو شاوخوا پنځه سوه زره افغانۍ عواید ترلاسه کړی و، خو سږکال د سړې هوا له امله یې ونې یخ ووهلې چې ورسره حاصلات د پام وړ کم شوي دي.

هغه وویل: «دغه لس جریبه ځمکې څخه  مې تېر کال ۵۰۰زره افغانۍ عواید درلود، خو تېر شوي ژمي کې هوا ډېره سړه وه، زموږ ونې یخ ووهلې او سږکال له حاصلاتو ولوېدلې. له ۱۰۰ څخه ۲۰سلنه حاصلات لرو.»

په ورته مهال سمنګان کې یو بل کروندګر عبدالخلیل هم وايي چې تېر ژمي کې د سړې هوا له کبله یې د بادامو حاصلات ۹۰سلنه کم شوي دي.

نوموړي وویل: «سمنګان کې بادام یخ ووهل، ډېر سخت یخ و او بادام یې له‌منځه یوړل. لومړی مې خدای او دویم مو همدا کرنه ده چې موږ یې لرو. موږ نور عاید نه‌لرو، که پنځوس منه موږ ته ورسېږي، ژوند مو پرې ښه تېرېږي، سږکال دې خدای ښه تېر کړي. سږکال د بادام حاصلات ۹۰سلنه له‌منځه تللي دي.»

په ورته مهال سمنګان کې د کرنیزو چارو یو‌شمېر کارپوهان وايي چې د اقلیمي بدلون او هوا سړېدو له کبله دغه ولایت کې د بادام حاصلات ۶۰سلنه کم شوي دي.

د سمنګان د کرنې ریاست اړوند د کرنیزو چارو امر انجینیر عبدالخلیل کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې پر څه باندې ۶۰۰۰ حکټاره ځمکه د بادامو زرغون باغونه شتون لري چې د اقلیمي بدلون او هوا سړېدو له امله د بادام حاصلات ۶۰سلنه کم شوي دي.

هغه وویل: «وروستیو کلونو کې د ګرمۍ او کله د سړې هوا له امله د بادامو حاصلات زیانمنېږي، څه باندې ۶۰سلنه ونې مو یخ وهلي او حاصلات لوېدلې دي. د ولسوالیو په ګډون څه باندې پنځه او شپږ زره حکټاره ځمکه د بادامو باغونه لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سمنګان د هېواد په شمال کې پروت ولایت دی چې د تازه او وچې مېوې په ځانګړې توګه د بادامو تولید کې نوم لري چې د یاد ولایت ډېری اوسېدونکي هم له همدې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام