Asset 1SWN

کندوز کې بزګران: سږکال د هندواڼو حاصلات ډېر، خو بیه یې ټیټه ده

۱۱۱۱

کندوز کې بزګران وايي چې سږکال دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات د پام وړ زیات شوي، خو د بیو ټيټوالي له امله یې کروندګرو ته زیان اوښتی دی.

د کندوز یوه بزګر فضل‌الحق سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د هندواڼو حاصلات ډېر، خو زیاتوي چې د بازار نشتوالي او د دغه محصول د بیو ټیټوالي له امله کروندګر زیانمن شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی د یاد ولایت له اړوند ریاست څخه ګیله لري او وايي چې تراوسه یې ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او باید د کروندګرو لاسنیوی وکړي.

هغه وویل: «موږ د هندواڼو د کرلو لپاره د ایرګون، تګزاز،  انرژي او میګاډو په څیر تخمونه څخه کار اخلو،  البته موږ له یو جریبه ځمکې څخه ۱۵منه هندواڼې ترلاسه کړې چې په  یو جریبه ځمکه کې پرته له نورو  لګښتونو څخه یې،  تر ۸ زرو پورې مصرف په تخمونو راغلو. په بازار کې د یوه من هندوانو بیه له ۴۰، څخه پیل تر ۳۰ او ۲۵ افغانیو پورې رسېدله، نو دغه عاید د کروندګرو مصرف شوي مصارف نشي پوره کولای، برعکس تاوان هم کړي، که بازار ته په یو موټر کې راوړو په عمده ډول یې پلورو تر ۱۱ زرو او ۱۰ زرو  پورې پلورل کېږي چې په دې کې ۳ زره د موتر کرایه ۴۰۰ مزدور کار ته او ۵۰۰ هم په عشر کې ځي چې په ټوله کې یومن هنداوانه موږ ته په ۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.»

په همدې حال کې د کندوز د کرنې چارو کارپوهان وايي چې کروندګرو ته د هندواڼو د راټولولو او بازار ته د انتقال د څرنګوالي په اړه لازم معلومات نه دي ورکړل شوي.

د کندوز د کرنې کارپوه صلاح‌الدین واحدی وايي، په دې وروستیو کې د دغه ولایت په بازارونو کې د هندواڼو  بیه لوړه شوې ده.

نوموړي وویل: «هندواڼه په کندوز کې په پراخه کچه کرل کږي، ځکه د دې ولایت هندواڼه ښه خوند او نوم لري. سږ کال  په ۴۸۶۱ جریبه ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې چې په ټوله کې یې ۳۷۳۹۲ ټنه حاصل ورکړی. یاد حاصل د تېر کال په پرتله ۲۰ څخه تر ۲۵ سلنو پورې زیات شوی دی.»

بل‌خوا په کندوز کې د هندواڼو يو پېرودونکی منصور وايي، پخوا به يې اووه کيلو  هندواڼه په ټيټه بيه اخیسته، خو اوس چې د هندواڼو د حاصل وروستۍ ورځې دي، نو بيه يې بېرته لوړه شوې ده.

هغه وویل: «اوس هندواڼې په بازار کې کمې شوې دي، که شتون هم ولري په لوړه بیه پیدا کېږي، مثلا یو من په ۸۰ یا هم ۸۵ افغانیو پورې پلورل کېږي، اوس کمې شوې یو څه وخت مخکې زیاتې وې او بڼوالو هم په ارزانه بیه په خلکو وپلورلې چې تر ۶۰ افغانیو پورې من رسېدو، خو اوس چې کمې شوې بیه یې هم لوړه شوې ده.»

په کندوز کې د هندواڼو سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله د هندواڼو حاصلات زیات شوي او د دوی کارونه هم ښه شوي دي. په کندوز کې د هندواڼو یو سوداګر عبداللطیف سلام‌وطندار ته وویل چې اوس د هندواڼو بیې لوړې شوې دي.

نوموړي وویل: «موږ له بازار څخه هندواڼې نه اخلو، ځکه چې  وړې او لوی په‌کې وي چې موږ ته په زیان تمامېږي، ځمکو سر ته ورځو په خپله خوښه یې اخلو او ټولوو یې، سږ کال هندواڼې پاکستان ته هم صادرې شوې او ښه بازار هم د تېرو کلونو په پرتله درلودو چې بڼوالو ترې د پام وړ ګټه هم کړې ده.»

بل‌خوا د کندوز د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله له ۲۰ تر ۲۵ سلنې زیات شوي دي.

د کندز د کرنې ریاست سرپرست عبدالغفار صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دوی تل هڅه کوي چې بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې او ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وویل: «کرنې ریاست د تخمونو د ویشلو په برخه کې د هندواڼو د کرلو په برخه کې بڼوالو ته تخنیکي او مسلکي لارښونې کړې او په دې برخه کې یې مرسته ورسره کړې ده نوره هم هڅه کوو چې ور سره مرسته وکړو څو د دوی شته ستونزې هوارې شي، او ښه عواید ترې تر لاسه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې وړ ده چې کندوز د هېواد په شمال کې يو له هغو کرنيزو ولايتونو څخه دى چې مختلف ډوله محصولات په‌کې توليدېږي او له همدې امله دغه ولايت د افغانستان د کرنې په تولیدي مرکز هم شهرت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام