Asset 1SWN

بدخشان کې د کرنیزو څېړنو لومړنی فارم جوړ شو

بدخشان

په بدخشان ولایت کې د هېواد په کچه د کرنیزو څېړنو درویشتم فارم پرانېستل شو. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د انسټېټیوټ رییس نصرت‌الله طلحه د یکشنبې په ورځ د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د یاد فارم په جوړېدو سره به د دغه ولایت باغ‌لرونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د کرنیزو چارو متخصصان به په دغه کرنیز فارم کې باغ‌لرونکي روزي، څو په راتلونکي کې د خپلو باغونو ښه ساتنه او پالنه وکړي. هغه زیاتوي: «موږ ته اړتیا ده چې ښه پلان جوړ کړو، ډول ډول ښې مېوې دلته راوړو او ښه څېړنه وکړو چې کومې مېوې دلته ښه حاصل ورکوي. د کرنې وزارت له مشرتابه غواړم چې په دې برخه کې زموږ ملاتړ وکړي او زموږ غوښتنې ومني، څو ګټور کار وکړو.»

په همدې حال کې د بدخشان د کرنې ریاست رییس قاري قطب‌‌الدین دهنوي وايي، دغه څېړنیز فارم یې پر ۴۲ جریبه ځمکې جوړ کړی او په خبره یې، د دغه ولایت باغ‌لرونکي باید سمه ګټه ترې پورته کړي. هغه زیاتوي: «موږ له خپلو د کرنې برخې متخصصانو سره مشوره کړې او دې پایلې ته رسېدلي یوو چې یو څېړنیز باغ جوړ کړو، څو هغه څه مو چې له لاسه ورکړي وو، بېرته یې خپل کړو.»

په ورته وخت کې د بدخشان ولایت کرونګر او بڼوال هم د دغه فارم جوړېدو ته خوښ دي او وايي، له دې وروسته کولای شي چې په ډېرې اسانۍ په دغه فارم کې مېوه‌لرونکي او اصلاح شوي نیالګي وپېرې.

په بدخشان کې باغ‌لرونکي عبدالصمد او حکیم‌الله وايي، هیله لري چې د دغه فارم جوړېدل به یې د باغدارۍ په پراختیا کې اغېزناک تمام شي. دوی زیاتوي:

«رښتیا د ډېرې خوښۍ ځای دی چې نن د بدخشان ولایت په کرنیز باغ کې څېړنیز فارم جوړ شوی؛ ځکه موږ مخکې کوم مشخص ځای نه درلود. اوس دغه څېړنیز فارم جوړ شوی او موږ کولای شوو چې خپلو ونو ته ترې درمل یوسو او ویې کاروو، څو له ناروغیو وساتل شي او موږ له خپلو باغونو ښه حاصلات واخلو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«موږ ډېر خوشحاله یوو چې د مېوو لپاره دغه څېړنیز فارم جوړ شوی. موږ له دغه څېړنیز فارم پرته په کرنیزه برخه کې ډېرې اړتیاوې لرو. د بېلګې په توګه، ونې مو ښه حاصل نه ورکوي، د کرنې برخه کې سرې او نورو توکو ته لاسرسی نه لرو، څو له خپلو باغونو ښه حاصلات را ټول کړو.»

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې به د بېلابېلو ناروغیو او افتونو له امله د بدخشان باغ‌لرونکي سخت زیانمنېدل، خو اوس د دغه کرنیز فارم په جوړېدو سره هیله‌‌مند دي چې باغونه به یې له افتونو او ناروغیو خلاصېږي او ښه حاصلات به ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام