Asset 1SWN

لږ زحمت ډېره ګټه؛ غزني کې د ځمکني توتاتو کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې

toot 001

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د «ځمکني توتانو» کرکېلې او پاللو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.

ویل کېږي چې د دغو توتانو بوټي د لومړي ځل لپاره له ایټالیا څخه هېواد ته راوړل شوي او له څو کلونو راهیسې یې حاصلاتو او ګټې ته په پام کرکیله زیاته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه مېوه‌لرونکی بوټی په ازاده فضا او یا هم ګل‌خانو کې کرل کېږي چې تر کرلو وروسته کال کې څو ځله حاصل ورکوي. محمدانور د غزني یو له هغو بزګرانو څخه دی چې د دې ولایت په «نوغي» سیمه کې یې په یو جریب ځمکه توتان کرلي دي.

نوموړي له یو جریب کرل شوي ځمکني توت څخه د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي دي. محمد‌انور وايي، دغه بوټی د کال په تلې میاشت کې کېنول کېږي، تر وري میاشتې پورې ګل کوي او له لسو تر ۱۵ورځو پورې وده کوي.

نوموړي وویل: «موږ په خپله ځمکه کې ځمکني توت په تلې میاشت کې کرو، په وري میاشت کې ګل کوي او د غويي په لومړۍ کې حاصل ورکوي چې درې ځله ترې حاصل اخلو، بیا په غبرګولي میاشت کې  یې ښاخونه اصلاح کوو ځکه که دا کار ونه کړو، کومه انرژي چې بوټي راټوله کړي وي، بېرته له‌منځه ځي بیا پاڼې کوي. موږ له همدې یو جریب ځمکې څخه تر لسو ځلو پورې حاصل راټولوو.»

د غزني دغه کروندګر وايي چې په يوه کال کې يې له يو جريب ځمکې څخه له ٢٥٠ تر ٣٠٠ زره افغانيو پورې عايد ترلاسه کړى دى.

د نوموړي په وینا، غزني کې د یو کیلو ځمکني توت بيه له ١٥٠ څخه تر ١٦٠ افغانيو پورې ده چې له دوي یې ځايي سوداګر اخلي او بیا یې نورو بازارونو ته لېږدوي.

هغه وویل: «کله ناکله ځايي سوداګر راځي او زموږ له کروندو څخه توت اخلي. موږ خپله هم ځینې وخت د خپلې ځمکې حاصل بازارونو ته وړو، یو کیلو توت په غزني ولایت کې له ۱۵۰ څخه تر ۱۶۰ افغانیو پورې خرڅېږي، په ټوله کې په یوه کال کې موږ له کروندو څخه له ۲۵۰زره څخه نیولې تر ۳۰۰زره افغانیو پورې عواید راټولوو.»

کرنیز متخصصین د ځمکنیو توتانو د کرکېلې زیاتېدل له دې امله ګڼي چې لګښت پرې کم راځي او کروندګرو ته حاصل زیات په لاس ورځي.

د کرنې برخې  کارپوه او د غزنوي سنايي کرنیزې ټولنې مشر انجینیر صالح‌محمد سلام‌وطندار ته وویل چې د کرنیزو ځمکو د کموالي او د نفوسو د زیاتوالي له امله کروندګر هڅه کوي له لږو ځمکو ډېر حاصلات او عاید ترلاسه کړي.

د هغه په ​​وينا، ځمکنی توت هغه محصول دى چې په لږو ځمکو کې يې په کرلو سره ډېره ګټه ترلاسه کولاى شي.

هغه وویل: «پخوا يو کس لس جريبه ځمکه درلوده، اوس نيم جريب لر.  دا چې کورنۍ کې د غړیو شمېر زیات شوی، نو د دوی ستونزې نشي حل کولای. په همدې اساس زیاتره خلک اوس هغه مېوې کري چې په کمه ځمکه کې زیات حاصل ورکړي. غواړي له دې لارې یې هم د کورنۍ اقتصاد ښه شي او هم پرې خپلې ستونزې حل کړي. په دې او اخرو کې د بادرنګو او توتانو  فارمونه زیات شوي دي.»

د کرنې دغه کارپوه وايي، د ځمکنیو توتانو بوټي لومړي ځل د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال له ایټالیا څخه (کاریزمیر) ته راوړل شوي وو او بیا بزګرانو هرات ته یوړل.

د هغه په ​​وينا، د غزني کروندګرو د دې مېوې بوټي له هرات څخه غزني ته راوړل او دغه محصول په غزني کې ښه پايله ورکړې ده.

انجینیر صالح‌محمد توت د غنمو له کرلو سره پرتله کوي او وايي چې يو کروندګر د يو جريب ځمکې له کرلو څخه ترلاسه شوي عايد د همدې ځمکې د غنمو له حاصلاتو څخه لس برابره زيات دي.

هغه وویل: «په دو ډولو کرل کېږي یو ازاده فضا کې او بل یې هم شنو خونو کې کرلی شو. هغه ځایو کې چې اوبه کمې وي بیا د قطری یا هم اب پاشي شکل اوبه ورکول مو کروندګرو ته ور زده‌کړي، که غنم پر یو جریب ځمکه وکرل شي، زیات نه زیات له ۲۰زرو څخه تر ۳۰ زرو افغانیو پورې عاید کروندګر ته په لاس ورځي، که توت زمیني په سم ډول وساتل شي له درېوو تر ۵۰۰زره پورې حاصل ورکوي.»

په همدې حال کې د غزني د کرنې ریاست د باغدارۍ عمومي مدیر ذکریا هوتک سلام‌وطندار ته وویل چې په غزني کې د ځمکني توت کښت ښه پایله ورکړې او دغې ادارې د کروندګرو لپاره د یاد محصول د کرلو، تولید او بسته‌بندۍ په اړه ډېر ښوونیز پروګرامونه هم پیل کړي دي.

نوموړي وویل: «نږدې شپږ کاله وړاندې موږ د بادام باغ له فارم  څخه  د توت زمیني مختلف ډولونه راوړل چې ښه پایله یې ورکړې ده. مخکې کلونو کې مو د توت زمیني نمایشي قطعات درلودل چې بزګران به راتلل له دغه قطعاتو به یې لیدنه کوله او د کرلو په اړه به مو بیا دوی ته لارښونې کولې.»

د غزني یو سوداګر احمدضیا سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم دغه مېوه په غزني کې پېرودونکي لري، خو دغه محصول د ګاونډیو ولایتونو او کابل بازارونو ته هم رسول کېږي.

هغه زیاته کړه: «ځمکني توت یوه غوره او ښه مېوه ده چې ډېر مینوال لري، موږ یو من توت په زر افغانۍ اخلو، وروسته له بسته‌بندی څخه یې په ۱۲۰۰ افغانی پلورو چې په ټوله کې یو کیلو په ۱۷۰ تر ۱۸۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.»

غزني کې د ځمکني توت پلورونکي وايي چې د غزني ځمکنی توت ښه خوند لري، خو بسته‌بندي او بازار ته یې د رسولو څرنګوالي معیاري نه دی او سوداګر باید دغه محصولات په معیاري ډول بسته بندي کړي.

په غزني کې د ځمکني توت یوه پلورونکي ذبېح په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «د غزني د ځمکني توتانو خوند ډېر ښه دی او کیفیت یې هم ښه دی. موږ تاسو ته د بسته بندۍ په اړه وویل، بسته بندي دومره ښه  نه ده او موږ ترې خوشحاله نه یوو، څو ورځې وړاندې مې یو کیلو په ۱۴۰ افغانۍ واخیستل.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې وړ ده چې هېواد کې د وروستيو وچکاليو او د ښارونو مرکزونو کې د کرنيزو ځمکو د محدوديت له امله کروندګر هڅه کوي، داسې محصولات وکري او توليد ترې ترلاسه کړي، چې ځمکې او اوبو ته کمه اړتيا ولري او ګټه ترې ډېره په لاس ورشي.

.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام