Asset 1SWN

فاریاب کې باغ‌لرونکي: سږکال مو ۸۰سلنه حاصلات کم شوي

DSC00010

فاریاب کې یوشمېر باغ‌لرونکي وايي، تېر کال ته په پام یې سږکال د باغونو حاصلات کم شوي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې تېر کال کې د سخت ژمي له امله دغه ولایت کې د باغونو ۸۰ سلنه حاصلات له‌منځه تللي او باغ‌لرونکي سخت زیانمن شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه باغ‌لرونکي د خپلو محصولاتو د ساتلو لپاره د سړوخونو او د پلور بازار له نه‌شتون شکایت کوي او له اړوند چارواکو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

فاریاب کې بڼوال شاه‌محمد سلام‌وطندار ته وویل: «تېر کلونه ښه وو او مېوې پرېمانې وې، خو سږکال یخ ووهلې او حاصلات کم دي، خرڅلاو هم کم دی. مېوې د وچکالي له امله هم خوړل شوي دي.»

د فاریاب خواجه‌سبزپوش ولسوالي کې باغ‌لرونکي عبدالاحد هم د خپل باغ‌ د حاصلاتو کمېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، د مناسب بازار او د محصولاتو ساتلو لپاره د سړو خونو نه‌شتون، د بڼوالو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

هغه وویل: «تېرو کلونو ته په کتو باغونه کمزوري دي، ګڼ‌شمېر باغونه ژمي کې د یخبندان له امله له‌منځه لاړل او له بلې خوا وچکالي هم منفي اغېزې وکړې. نږدې ۶۰سلنه کروندګر سږکال اغېزمن شوي.»

د فاریاب میمنې ښار کې میوه‌پلورونکي قاري عبدالصبور وویل، دا چې تېر ته په پرتله دغه ولایت کې د باغونو حاصلات کم شوي، د تازه مېوې د پلور بازار کمرنګه شوی او بیې یې لوړې شوي دي.

نوموړي وویل: «د ژمي یخې هوا له امله مېوې ډېرې کمزورې شوې، ټولې یخ وهلي او د مېوو بیې هم لوړې شوې دي. تېر کال یوه کیلو مڼه، شفتال او انګور په ۴۰، ۵۰ افغانۍ وه، خو سږکال ۷۰ افغانۍ دي.»

له دې ټولو سربېره، د فاریاب د کرنې رییس مولوي عزت‌الله نوراني هم تاییدوي چې د تېر سوړ ژمي له امله دغه ولایت کې د باغونو حاصلات کم شوي دي.

هغه وویل: «هوا چې له منفي صفر درجه وه، ګڼ‌شمېر باغونه یې په بشپړه توګه له‌منځه وړي، دې برخه کې مو وار وار چارواکو ته وړاندیز کړی، د کرنې سرپرست ژمنه کړې چې کروندګر، باغ‌لرونکي او مالدارانو سره به مرسته کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د فاریاب د کرنې ریاست زیاتوي چې میمنې ښار کې د یوې لویې او معیاري سړې خونې جوړولو چارې به چې د جمهوري نظام پرمهال یې د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، بېرته پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام