د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي لپاره پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنیوي په موخه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی دی. په دغه پرېکړه‌لیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.

فاریاب کې باغ‌لرونکي: سږکال مو ۸۰سلنه حاصلات کم شوي

فاریاب کې یوشمېر باغ‌لرونکي وايي، تېر کال ته په پام یې سږکال د باغونو حاصلات کم شوي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې تېر کال کې د سخت ژمي له امله دغه ولایت کې د باغونو ۸۰ سلنه حاصلات له‌منځه تللي او باغ‌لرونکي سخت زیانمن شوي دي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د لویو سیندونو له اوبو د استفادې څرنګوالی څېړي

افغانستان چې په وچه کې ایسار هېواد دی او اوبو ته لار نه‌لري، سیندیزې حوزې یې د اوبو یوازینۍ سرچینې دي، خو د دغو سرچینو ډېری اوبه هم ګاونډیو هېوادونو ته روانې وي.

هېواد دننه کې هم د اوبو د مدیریت او ورڅخه د ګټې اخیستو پر څرنګوالي شکایتونه او نیوکې کېږي.

د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د سالنګ لوی لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پرون «چهارشنبه- د چنګاښ ۲۱مه» د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د ټولګټو وزارت سرپرست محمدعیسی ثاني او د بغلان او پروان ولایتونو محلي مسوولانو په شتون کې په رسمي توګه پیل شوې.