Asset 1SWN

افغان مېرمنې: له خپلو اولادونو د جلا‌کېدو له وېرې، له کړاوه ډک ژوند تېروو

12 women

یو‌شمېر افغان مېرمنې وايي چې له خپلو اولادونو د جلا‌کېدو له وېرې اړ دي چې د خپل خاوند کور کې له کړاوه ډک ژوند تېر کړي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ټولنه کې د شته دودونو پر بنسټ، د خاوند او مېرمنې د جلا کېدو پر مهال د ماشومانو سرپرستي د دوی پلار ته ورکول کېږي او ښځه نه‌شي کولای چې د خپلو اولادونو سرپرستي وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې له همدې امله دوی اړ دي چې د خاوند او د خاوند د کورنۍ هر ډول ظلم تحمل او ګډ ژوند ته دوام ورکړي. د کابل اوسېدونکې سمیرا وايي، له دې امله چې له خپلې یوازینۍ لور جلا نه‌شي، د خپل خاوند هر ډول ظلم زغمي.

دغه مېرمن چې لاس او پېښې یې معلول دي، د خپل خاوند له لوري د شکنجې ترڅنګ وايي، کله چې د خپل خاوند له شخصیت خبره شوه، نه یې غوښتل له هغه سره ژوند وکړي، خو له دې امله چې له خپلې لور جلا نه‌شي، ټول ظلم یې پر ځان منلی دی.

هغې وویل: «د دې لپاره چې یوه لور لرم، له هغې پرته ژوند نه‌شي کولای، ژوند کې مې ډېرې ستونزې راغلي، خپله معلوله یم، غواړم له خاوند مې جلا شم، خو نشم کولای، ځکه لور لرم. که زه جلا شم د لور غم مې څوک خوري. د دنیا چې څه ظلم دی خاوند مې راباندې وکړ. خو بیا هم د اولاد لپاره مې ورسره پاتې شوم.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې لیلا چې دوه لورګانې لري، وايي، پنځه کاله وړاندې یې واده کړی او له خپلو اولادونو سره د پاتې‌کېدو لپاره اړ ده چې د خاوند تاوتریخوالی وزغمي.

هغې وویل: «پنځه کاله کېږي چې واده مې کړی او دوه لورګانې لرم. کورني تاوتریخوالي سره مخ وم او څو ځله مې د طلاق اخیستلو پرېکړه وکړه، خو له یوې خوا د اولادونو لپاره مې تحمل کړه او له بل‌خوا خاوند مې حاضر نه‌شو. اړ شوم چې د لور لپاره مې دا ژوند تحمل کړم.»

په ورته مهال د کابل یوه بله اوسېدونکې رڼا چې ۱۳ کاله وړاندې یې واده کړی او د پنځو اولادونو مور ده، د خپل خاوند له لوري له تاوتریخوالي څخه شکایت کوي او وايي چې خپلو اولادونو سره د پاتې‌کېدو لپاره اړ ده چې د خاوند تاوتریخوالی وزغمي.

د نوموړې په وینا، ټولنه کې د شته دودونو او حاکم قضايي نظام پر بنسټ، د طلاق پر مهال د اولادونو سرپرستي د هغوی پلار ته ورکول کېږي.

هغه وویل: «خاوند مې ډېر ظلم راباندې وکړ. د اولادونو له امله مې له خاوند طلاق هم نشم اخیستلی. زه نه غواړم چې له اولادونو مې لرې شم. ټول ګاونډیان خبر دي چې خاوند به مې وهلم، د کوڅې وکیل او نور هم خبر دي. لس ورځې کېږي چې پلار مې وفات شوی او زه هم اوس د وهلو او ټکولو له لاسه غږ نشم پورته کولای.»

دا یوازې هغه مېرمنې نه دي چې له خپلو اولادونو د لرې کېدو له وېرې د خاوند وهل ټکول زغمي، بلکې یو‌شمېر نورې مېرمنې چې خاوند یې له لاسه ورکړی، ټولنه کې د شته دودونو له امله د خپلو اولادونو د سرپرستۍ حق نه ورکول کېږي.

رویا چې دا یې مستعار نوم دی یو کال وړاندې یې خپل خاوند له لاسه ورکړی دی. هغه چې د دوو اولادونو مور ده، د خپل خاوند د مړینې درد ترڅنګ له خپلو اولادونو د لرې‌والي درد هم پر اوږو وړي.

یاده مېرمن چې ۳۰کاله عمر لري او یو کال مخکې یې خاوند له لاسه ورکړی، وايي چې د خاوند له مړینې وروسته ټولنه کې د واکمنو دودونو او د خاوند کور کې د محرم نه لرلو له امله، اوس د خپل پلار کور ته تللې، خو اولادونه یې د خاوند کورنۍ ترې اخیستې دي.

هغې وویل: «ژوند مې ډېر خراب دی. دوه اولادونه مې را څخه واخیستل، هغوی راته وویل، که د پلار کور کې دې اوسېږي، اولادونه دې نه درکوو، اوس چې د پلار کور ته راغلې یم، له اولادونو مې لرې یم. کله یې چې زړه شي، راښکاره کوي یې، ګنې اولادونه مې نشم لیدلی او ډېره سخته راباندې تېرېږي.»

هنګامه چې دوه کاله وړاندې یې خپل خاوند له لاسه ورکړی، وايي، که دویم واده وکړي، وېره لري چې د لومړي خاوند کورنۍ به یې اولادونه ترې واخلي او له همدې امله بل واده ته زړه نه ښه کوي.

هغې وویل: «زه له دې امله دویم واده نشم کولای چې وېرېږم چې اولادونه به مې راڅخه واخلي. چا سره چې واده کوم، ښايي اولادونه مې راڅخه واخلي او راته ووايي چې نور دې د اولادونو سرپرستي نشې کولای.»

پر دې سربېره یو‌شمېر هغه مېرمنې چې له خپل خاوند جلا شوي هم له ورته ستونزو سره مخ دي. سحر هغه مېرمن دی چې د کورني تاوتریخوالي له کبله له خاوند جلا شوې ده.

که څه هم هغه اوس له فزیکي تاوتریخوالي ژغورل شوې، خو د خپلو څلور اولادونو لرې‌والی یې هره شېبه دردوي. سحر وايي چې خاوند یې دویم واده کړی او موده کېږي چې له خپلو اولادونو لرې ده.

هغې وویل: «لاړ او بل واده یې وکړ. اول یې ویل چې اولادونه دې درکوم، ستا حق دی، خو را یې نه کړل، څلور اولادونه یې راڅخه واخیستل، حتا ما نه پرېږدي چې مخونه یې ووینم، پلار یې بل واده وکړ او زه یې بې‌ کوره او بې‌ اولاده کړم.»

په همدې حال کې د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې ټولنه کې د واکمنو دودونو او اوسني حکومت کې شته قضايي بنسټونه ته په پام ښځې نشي کولای چې د خپلو اولادونو سرپرستي پر غاړه واخلي.

د کابل اوسېدونکې شبنم هم  وویل: «زموږ یوه خپله او ګاونډۍ چې خاوند یې مړ شوی او غوښتل یې بیا واده وکړي، کله یې چې واده کاوه، خاوند یې ورته ویلي و چې د اولاد سرپرستي به یې ورکوي. خو کله یې چې واده وکړ، اولاد یې ور نه کړ او په کمو پیسو یې وپلوره، په لس زره افغانۍ یې خرڅ کړ. اوس یې د مور وضعیت ډېر خراب دی.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې نرګس هم یوه مېرمن پېژني چې خاوند یې مړ شوی او اوس له خپلو اولادونو جلا د پلار کور کې ژوند کوي.

هغې وویل: «قضیه داسې ده چې یادې مېرمن دوه کاله مخکې د ټرافیکي پېښې له امله خپل خاوند له لاسه ورکړ او درې اولادونه یې لرل، د خاوند له مرګ وروسته اړ شوه چې د پلار کور ته لاړه شي، خو اولادونه یې ترې واخیستل او اولادونه یې انۍ سره دي.»

په ورته مهال یوشمېر مدافع وکیلانې هم تاییدوي چې یو‌شمېر ښځې له دې امله د خاوند تاوتریخوالی تېروي چې له خپلو اولادونو سره پاتې شي.

د دوی په وینا، حکومتي محکمې هم ډېری پرېکړې د نارینه‌وو په حق کې کوي او ښځې اړ دي چې د خپلو اولادونو ترڅنګ د پاتې کېدو لپاره له خاوند جلا نه‌شي.

یوې مدافعې وکیلې حنیفې راحیل سلام‌وطندار ته وویل چې اوسني حکومت کې قاضیان هغو ښځو ته چې له خپلو خاوندانو جلا کېږي، په ښکاره توګه وايي چې د اولادونو سرپرستي د خاوند پر غاړه ده.

هغه وویل: «د ا.ا حکومت کې له ښځو دا حق اخیستل شوی، د بېلګې په توګه زه چې د محکمې په جریان کې وم، ومې لیدل، کله به چې ښځو د طلاق دعوا درلوده، قاضي به ورته ویل، ښځې چې د طلاق دعوا لري، د اولادونو سرپرستي پلار ته ورکول کېږي.»

یوه بله مدافع وکیله وحیده حریر هم وايي چې ډېری مېرمنې له خپل ژوند راضي نه دي، خو اړ دي چې د خپلو اولادونو لپاره یې وزغمي.

هغې وویل: «ډېرې ښځې شته چې د تاوتریخوالي له امله له خپل ګډ ژوند څخه راضي نه دي، خو خپل غږ نه‌شي پورته کولای او غږ یې غلی دی او زه خپله د څو قضیو شاهده یم.»

بل‌خوا د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې سلام‌وطندار ته وايي چې یو اړخیز قضاوت او نارینه‌وو ته د اولادونو سرپستي ورکول د دې لامل شوی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه پراخه شي.

دوی وویل چې د ښځو حقونو ته نه پام، د حکومت له لوري د کورني تاوتریخوالي پېښو ته نه پاملرنه او له ښځو د سرپرستي حق اخیستل لامل شوی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف لوړ شي.

د ښځو حقونو فعالانې زیاتوي چې د افغانستان فرهنګ کې ښځو ته د میراث په سترګه ګوري او د خاوند له مړینې وروسته د خاوند کورنۍ د هغې د ژوند پرېکړه کوي.

د ښځو حقونو فعالانې فروزان داوودزۍ وویل، کله چې د یوې مېرمنې خاوند مړ شي، د خاوند کورنۍ یې هغه د کورنۍ یوه بل کس ته په نکاح کوي.

نوموړې وویل: «ډېری ولایتونو کې ښځو ته د میراث په ستره ګوري. البته د میراث په توګه د خاوند د کورنۍ هر غړی کولای چې په نکاح یې کړي یا یې اولادونه ترې واخلي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله خاطره راسخ هم وايي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات دی او حکومت هم دې برخه کې پام نه کوي. هغې وویل: «افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې شته. همداراز خپله مو وینئ، ښځې چې تاوتریخوالي سره مخ دي او یا یې خاوند مړ شوی وي یا یې اولادونه یتیمان وي چې قضیې نه څېړل کېږي او حکومت هم توجه نه کوي.»

د مخکیني حکومت پر مهال د ولسي جرګې غړې شینګۍ کړوخېل وايي، هغه اولادونه چې له خپلې مور سره پاتې کېږي، ډېر کم سن ورته په پام کې نیول شوی او دا مسله مور او ماشومان ته زیان رسوي.

هغې وویل: «مسله د ښځو اولادونه دي، کله چې د جلاتوب مسله رامنځته کېږي. د کورنۍ اوسني قانون کې کم سن ټاکل شوی چې د هلکانو لپاره اووه کاله او د نجونو لپاره نهه کاله دي، له هغې وروسته پلار ته ورکول کېږي چې دا خپله ښځې اغېزمنوي.»

بل‌خوا د سرپرست حکومت د قضايي بنسټونو مسوولان که څه هم د ماشوم سرپرستي په اړه د پرېکړې په تړاو قانون نه واضح کوي، خو وايي چې هېواد کې د نظام بدلون له امله ټولې پرېکړې د حنفي فقهې له مخې کېږي.

د سترې محکمې د نشراتو رییس عبدالرحیم راشد سلام‌وطندار ته وویل: «۱۴۰۱ کال کې ۴۰۹ قضیې محکمو ته راغلې چې له ډلې یې ۳۱۵ ته رسېدنه شوې او ۹۳ یې په جریان کې دي. تقریبا دا ټولې ۴۰۹ قضیې له ټولو ولایتونو راغلې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت پر مهال د افغانستان مدني قانون ۲۴۹ مادې له مخې د ماشومان د سرپرستۍ نېټه د هلک لپاره اووه کاله او د نجلۍ لپاره نهه کاله ټاکل شوې چې له هغې وروسته د ځانګړو شرایطو پر بنسټ پلار ته د ماشومانو د سرپرستۍ حق ورکول کېده. خو اوس هېواد کې د ماشومانو د سرپرستي ځانګړی قانون شتون نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام