د اسلامي امارت کابینې د رییسالوزرا محمدحسن اخند په مشري نن په خپله دوهویشتمه ناسته کې معلولانو، یتیمانو او کونډو ته د مرستو په اړه د شهدا او معلولانو وزارت طرحه تصویب کړې ده.
د دې طرحې پربنسټ به د اسلامي امارت د قربانیانو کورنیو او یتیمانو، د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو بې سرپرسته ورثهوو او د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې له امله معلولانو ته هره میاشت نغدې پیسې ورکول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابینې په دې ناسته کې د سیمکارټونو د ثبت او بایومټریک لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت غوښتنه هم تصویب شوه.
کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ دې یوه طرحه جوړه کړي، څو له مخې یې د سیمکارټونو د ثبت تدریجي بهیر پیل شي.
په همدې حال کې د چارو ادارې عمومي ریاست ته لارښوونه شوې چې د مخکیني حکومت د چارواکو د کورونو له غضب څخه د مخنیوي لپاره له دې بهیر څخه څارنه وکړي.
د قربانیانو او معلولانو له پاتې کورنیو سره د مرستې طرحه داسې مهال تصویبېږي چې له دې وړاندې، د قربانیانو ورثهوو د مرستو د وېش په بهیر کې له نهشفافیت او د شهدا او معلولانو وزارت له لوري د دوی د معاشونو له نه ورکړې څخه نیوکې درلودې.