د اسلامي امارت کابینې د روان کال وروستیو درېو (مرغومې، سلواغې او کب) میاشتو لپاره ۵۳.۹ میلیارډه افغانۍ بودجه تصویب کړه.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وروستیو درېو میاشتو بودجه په ټوله کې ۵۳.۹ میلیارډه افغانۍ ده چې له دې جملې ۴۹.۲ میلیارډه افغانۍ عادي بودجه او۴.۷ میلیارډه افغانۍ پراختیایي بودجه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سمنګاني ویلي چې د بودجې د تصویب موخه هجري لمریز کال ته د مالي کال اړول دي.

د اسلامي امارت کابینې پرون پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به مالي کال د وري یا حمل میاشتې څخه پیل شي.

د ماليې وزارت هم ویلي چې دا درې میاشتینۍ بودجه تر وري میاشتې پورې تصویب شوې او یو کلنه بودجه به د نوي کال پیل څخه یعنې په وري یا حمل میاشت کې تصویب شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې وړاندې، د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویلي و چې د لومړي ځل لپاره د مالي کال بودجه د کورنیو عوایدو پر بنسټ او له بهرنیو مرستو پرته چمتو کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام