مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې پر سر د ارګ او ولسي جرګې ترمنځ د ناندریو په دوام، په یاده بودجه کې د ۲۰ میلیارډه افغانیو ډېروالی کابینې ته وړاندې کړه. کابینې هم د مالیې وزارت طرحه تایید او ټاکل شوې نن یو ځل بیا ولسي جرګې ته ولېږل شي.

د مالیې وزارت ویاند شمعروزخان مسجدي سلام‌وطندار ته ویلي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې د ۲۰،۴ میلیارډه افغانیو په ډېروالي سره بدلون موندلی دی. د نوموړي په وینا، شپږ میلیارډه یې د حکومت له ریزرفي برخې، ۱۱ میلیارډه د سیسټیکا له مرستې او نوره یې هم د بودجې له کسر نه برابرېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ټول‌ټال ۴۷۳ میلیارډه او ۴۰ میلیونه افغانۍ ده چې د کابینې له لوري تایید شوه. د دغې بودجې ۳۱۱ میلیارډه او ۱۹۹ میلیونه عادي او ۱۶۱ میلیارډه او ۸۴۲ میلیونه یې هم پراختیا په پام کې نیول شوې ده.

د ولسي جرګې غړي وايي، تر هغه چې د ملي بودجې په سند کې شته ستونزې په بشپړ ډول حل نه شي، د تایید رایه به ور نه کړي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون رییس میرافغان ساپی وايي، تر اوسه دغه سند په رسمي ډول جرګې ته نه دی ور رسېدلی. د نوموړي په وینا، تر هغه چې د بودجې ټولې نیمګړتیاوې او ستونزې نه وي حل شوې، ولسي جرګه په ژمنیو رخصتیو نه ځي.

د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه په لومړي پړاو کې له ۴۵۲ میلیارډه ډېرې افغانۍ په‌کې په پام کې نیول شوې وې، د مرغومي میاشتې په لسمه د ولسي جرګې له لوري رد شوه.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام