د نړۍ بام ته د حکومت نه پاملرنه او د قرغزیانو نیوکې

د بدخشان په پامیر غرونو کې مېشت قرقیزیان وایي، په وروستیو کلونو کې د دولت د نه پاملرنې له کبله یې په پامیر سیمه کې ژوند سخت شوی او په وینا یې، که دولت د قرقیزیانو ژوند ته پاملرنه ونه کړي، افغانستان به پرېږدي او د سیمو هېوادونو په ځانګړي توګه قرقیزستان ته به ګډوال شي.
قرقیزیان د افغانستان د لږګیو اقلیتونو څخه شمېرل کېږي چې د پامیرغرونو په لمنو کې د سمندر له سطحې ۴زره متره لوړ ژوند کوي.

په یوه اوونۍ کې د کورونا مثبتې پېښې نږدې ۶۰ سلنه ډېرې شوي

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په وروستیو اوونیو کې د کورونا د مثبتو پېښو او له کبله یې د مړو شویو کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلام‌وطندار ته ویلي چې په روانه اوونۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېرې د تېرې هغې په پرتله له ۵۰ تر ۶۰ سلنې لوړې شوې دي.

کندوز کې ړانده د حکومت له نه‌پاملرنې شکایت کوي

د اکتوبر ۱۵مه هغه چې د ړندو د نړیوالې ورځې په نوم، نومول شوې. د کندوز یو شمېر ړانده په همدې ورځ د سیمه‌يیزو چارواکيو له بې مهرۍ او نه‌پاملرنې شکایت کوي. د کندوز ښار اوسېدونکی ۲۵ کلن حسیب الله سالم زاده شپږ کاله وړاندې خپلې دواړه سترګې په یوه ټرافیکي پېښه کې له لاسه ورکړې؛ خو په قوي ارادې پوهنتون ته لاړ او د نابینايي له ستونزو سره سره له پوهنتون نه اول نمره فارغ شو.