د اکتوبر ۱۵مه هغه چې د ړندو د نړیوالې ورځې په نوم، نومول شوې. د کندوز یو شمېر نابینایان په همدې ورځ د سیمه‌يیزو چارواکيو له بې مهرۍ او نه‌پاملرنې شکایت کوي.

د کندوز ښار اوسېدونکی ۲۵ کلن حسیب الله سالم زاده شپږ کاله وړاندې خپلې دواړه سترګې په یوه ټرافیکي پېښه کې له لاسه ورکړې؛ خو په قوي ارادې پوهنتون ته لاړ او د نابینايي له ستونزو سره سره له پوهنتون نه اول نمره فارغ شو.

حسیب الله له دوه کالو را په‌دې خوا د سويډن موسسې په مرسته له لسو ډېرو ړندو ته د برېل لیک زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

هغه د دولت له بې مهرۍ او نه پاملرنې شکایت کوي او وايي، د پوهنې او کار او ټولنیزو چارو ریاستونو دوی ته کمه پاملرنه هم نه ده کړې.

د دې ځانګړي ټولګي یو زده‌کوونکی عبدالرشید عزیزي وايي، په تېر کې له ګڼو ستونزو سره مخ و؛ خو اوس د ښوونځي یوولسم ټولګي زده‌کوونکی او د ټولګي اول نمره دی.

د برېل لیک زده کړې د دې ځانګړي ټولګي بل زده‌کوونکی یار محمد محمدي پر حکومت نیوکه کوي او وايي، دولت د اورېدو لپاره غوږونه او د لیدو لپاره سترګې نه لري او په تېرو اوږدو کلونو کې یې دوی ته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې.

د کندوز د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد ظاهر عظیمي ټینګار کوي چې په دې ولایت کې ړندو لپاره تر اوسه هېڅ برنامه نه لري.

خو د کندوز د پوهنې رییس نجیب ثاقت سلام وطندار ته وویل، د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې ړندو لپاره د زده‌کړې موکې برابره ده.

په کندوز ولایت کې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییس سید حفیظ الله فطرت هم وايي، هر کال ړندو او هغو کسانو لپاره چې څه نه اوري او کاڼه دي د عامه پوهاوي برنامې او غونډې جوړوي.

د اکتوبر له ۱۵مې یا د ړندو له نړیوالې ورځې په هېواد کې هر کال په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې د ټولنې دا قشر اوس هم له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام