Asset 1SWN

غور کې کارګر ماشومان: حکومت او بنسټونه دې موږ ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي

GHOR

غور کې یو‌شمېر هغه ماشومان چې د بې‌وزلي له امله له زده‌کړو پاتې او پر درنو کارونو بوخت دي، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې د زده‌کړو زمینه دې ورته برابره کړي.

سیف‌الله چې د مرکز فیروزکوه ښار د سړکونو پر غاړه اوسپنې او کارټنونه ټولوي، سلام‌وطندار ته وویل چې خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ شوی چې زده‌کړې پرېږدي او دې کار ته مخه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

هغه هیله لري چې زده‌کړې وکړي او راتلونکې کې ځانته د یوه کسب‌ او کار خاوند شي. «تر ماښامې مې لس افغانۍ پیدا کړي وي او ډوډۍ پرې اخلم کور ته یې وړم. غواړم ښوونځي ته لاړ شم او نه‌غواړم ډېران ټولوونکی شم.»

په غور کې نور داسې کوچني ماشومان هم شته چې هیلې زده‌کړې او ښه راتلونکې ده. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی د هیلو پوره کولو کې ورسره مرسته وکړي.

کوچنی فیروز وايي، زده‌کړو ته لېوالتیا لري، خو بې‌وزلي یې پر وړاندې خنډ دی. هغه هره ورځ له کثافاتو څخه وچه ډوډۍ او نور توکي ټولوي، څو د کورنۍ لپاره څه پرې پیدا کړي.

فیروز وویل: «هره ورځ بازار ته ځم وچه ډوډۍ او کثافات راټولوم. ښوونځي ته نه‌ځم، علاقه ورسره لرم چې زده‌کړې وکړم، باید حکومت راسره مرسته وکړي.»

د ښوونې او روزنې برخې ځینې کارپوهان بیا پر دې باور دي چې ماشومان باید زده‌کړې وکړي او د ذهني او جسمي ودې لپاره یې باید زمینه برابره شي.

د ښوونې او روزنې برخې کارپوه غلام‌نبي ساقي سلام‌وطندار ته وویل چې ماشومان باید د زده‌کړو ترڅنګ تفریحې وکړي او په وینا یې، اړوند بنسټونه دې هم خپل ملاتړ ته راودانګي.

هغه وویل: «ماشوم باید زده‌کړې، لوبې او تفرېح وکړي. مسوولانو ته پکار ده چې د دوی د لوږې لپاره پلانونه جوړ کړي. موسسې، ښوونیز بنسټونه او خصوصي ښوونځي دې ملاتړ وکړي.»

بل‌خوا د غور محلي مسوولان بیا وايي چې له اړوند دولتي او نادولتي بنسټونو سره په همغږۍ یې تېرکال لسګونه ماشومان په بېلابېلو حرفوي او مسلکي برخو کې د زده‌کړو لپاره موسسو او نورو ادارو ته ورپېژندلې دي.

د غور د کار او ټولنیزو چارو رییس نصرالله انصار وايي چې په نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت کې هېڅ ماشوم پر درنو کارونو بوخت نه وي.

هغه زیاته کړه: «۱۴۰۲ کال کې مو د یوې کمېټې په مرسته د هغو ماشومانو ارزونه کړې چې پر درنو کارونو بوخت وو. ځینې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره معرفي شوي. انشاالله ډېر ژر به د سړک تر غاړې او بازار هېڅ ماشومان ونه‌وینئ.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د تېرو نږدې دوو کلونو پرمهال هېواد کې د بې‌وزلي کچه لوړه شوې چې له کبله د کابل په ګډون ګڼ‌شمېر ولایتونو کې د کارګرو ماشومانو شمېر هم ورسره زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام