یوشمېر هغه کورنۍ چې په ولایتونو کې د جګړو او طبیعي پېښو له کبله کابل ته بې‌ځایه شوي، وايي چې لومړنیو اړینو توکو ته لاسرسی نه لري.

دغه کورني بې‌ځایه شوي شکایت کوي چې حکومت ورته پام نه دی کړی او په خراب وضعیت کې ژوند کوي. دوی همداراز وايي چې کافي خواړه نه لري، د ژوند کولو لپاره مناسب ځای او سرپناه ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه کورني بې‌ځایه شوي تراب ووبل: «له بدبختۍ دلته راغلي یو، سرک نه غواړو، روغتون هم نه غواړو، ډوډۍ غواړو چې یوه مړۍ حلاله وخورو.»

کابل کې د کورنیو بې‌ځایه شویو د خراب وضعیت په اړه مو وغوښتل چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سر بیا هم بریالي نه‌شو.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت، د کلیو او بیارغونې وزارتونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کورنیو بې‌ځایه شویو وضعیت لپاره خدمات وړاندې کړي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

بلال کریمي وویل: «د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هغه هېواد‌وال چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شوي، سرپرست حکومت تر ډېره بېرته خپلو کورونو ته ستنه کړي او دې برخه کې اړینې مرستې شوې دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په تازه‌ګۍ سره د کورنیو بې‌ځایه شویو له وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې کډوال او کورني بې‌ځایه شوي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو رسول، د سرپناه او خوراکي توکو برابرول، د کورنیو بې‌ځایه شویو له مهمو اړتیاوو څخه بللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام