د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د «سوختوک» برښنا بند توربینونه له اووهکلن انتظار وروسته بېګاه تاو شول او د نیلي ښار یې روښانه کړ.
د دایکندي د والي ویاند نصرالله غوري سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه ۳۵۰ کیلوواټه برښنا په ازمایښتي ډول د نیلي ښار له برښنا شبکې سره د سوختوک بند یو توربین نښلول شوی دی.
د نوموړي په وینا، د یاد بند دواړه توربینونه د برښنا تولیدولو ته تیار دي، خو په نیلي ښار کې د برښنا کاروونکو د کموالي له کبله د یوه توربین برښنا په ازمايښتي ډول د دغه ښار له برښنا شبکې سره نښلول شوی دی.
غوري وايي، د «سوختوک» برښنا بند د ۷۰۰ کیلوواټه برښنا د تولید ظرفیت لري چې کولای شي د نیلي ښار تر څنګ، د دغه ولایت شهرستان ولسوالي ته هم برښنا ورسوي.
د «سوختوک» برښنا بند د جوړولو چارې چې له نیلي ښاره ۵ کیلومټره لرې دی، په ۱۳۹۳ کال کې د ۴،۹ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت سره پیل شوې او ټاکل شوې وه چې په درېوو کلونو کې ګټې اخیستو ته وسپارل شي، خو دغه بند ایله په اوو کلونو کې جوړ شو.
د دایکندي اوسېدونکو تل دوی د حکومت د نه پام، د برښنا نشتوالي او د «سوختوک» برښنا بند د جوړولو په چارو کې د ځنډ په اړه شکایت کړی دی.