د کابل د چاپېریال ساتنې رییس کاظم همایون وايي، د کابل هوا سرې کرښې ته نږدې شوې او که وضعیت کنټرول نه شي، د چاپېریال ساتنې اداره ښايي بیړنی حالت اعلان کړي.

د نوموړي په وینا، د کابل ښار د هوا پر پاکولو اوس هم کار روان دی او د ډېرو داسې کارونو مخه نیول شوې چې هوا ککړوي.

هغه زیاتوي، د چاپېریال ساتنې اداره له کابل ښاروالي سره د سوځېدونکو توکو لپاره د فېلټر پر لګولو کار کوي.

د کاظمي په خبره، په هغه ودانیو کې چې یاد فېلټرونه نه وي لګول شوي، جریمه کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي هم د ککړې هوا په اړه اندېښنه لري او زیاتوي چې د هوا ککړوالی تر جګړې کم نه دی او که مسوولې ادارې یې د سموالي او مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونه نیسي، د ډېرو کسانو ژوند به واخلي.

د کابل ښار اوسېدونکي ترینا غزنوي او فاروق کریمي وايي، د کابل هوا ورځ تر بلې ککړېږي او په‌کار ده چې مسوولې ادارې او خلک په ګډه د دغه ناورین مخه ونیسي.

د دوی په وینا، حکومت، په تېره مسوولې ادارې هم د هوا ککړوالي د مخنیوي لپاره یو منظم پلان نه لري چې د خلکو همکاري خپله او د کابل ښار د هوا پاکوالي لپاره چې له کورونا ویروس او جګړې کمه نه ده، کنټرول کړي.

پر ټولنیزو رسنیو هم یوشمېر کسانو د کابل د چټلې هوا په اړه نظرونه ورکړي دي.

د هارون بصیر په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د کابل نننۍ هوا له تنفس کولو وتلې ده.

حامد حیدري بیا لیکلي چې د ککړې هوا له کبله د رامنځته کېدونکې مړینې کچه له کورونا او جګړې لوړه ده.

د کابل ښار هوا هر کال د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره ککړېږي. کابل ښاریان تل د هوا د ککړتیا له کبله شکایت او پر حکومت نیوکه کوي، خو مسوولې ادارې له ژمنو سره سره د کابل ښار هوا د کنټرول په برخه کې پاتې راغلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام