Asset 1SWN

د کابل له بېلابېلو سیمو تراوسه څه باندې ۲۹۰۰۰ سوالګر ټول شوي

FqhJ37oXgAEZh9m

د سوالګرو راټولولو کمېټه وايي چې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه یې د ښځو او ماشومان په ګډون څه باندې ۲۹۰۰۰ سوالګر راټول کړي ډي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه د کب ۱۵مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کب تر ۱۴مې نېټې پورې یې ۲۹۴۰۳ سوالګر ټول کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اقتصادي معاونیت لیکلي، راټولو شویو سوالګرو کې ۱۲۴۵۹ یې ښځې دي چې د یادې کمېټې له ارزونې وروسته یې ۵۷۸۹ مستحقې پېژندل شوي دي.

په ورته مهال په راټولو شویو سوالګرو کې ۶۶۷۰ یې حرفوي سوالګرې دي. د سوالګرو راټولولو کمېټې همداراز ۳۹۲۴ نارینه‌ سوالګر هم راټول کړي چې له ډلې یې ۱۲۵۰ مستحق او پاتې یې حرفوي پېژندل شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د ټويټ پر بنسټ دې موده کې ۱۳۰۲۰ ماشومان هم راټول شوي چې ۴۵۳۴ مستحق ګڼل شوي دي. ۸۴۱۵ یې حرفوي او ۷۱ یې بیا بې‌ سرپرسته ماشومان دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې بې‌ سرپرسته ماشومان له بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند روزنتونو ته ورپېژندل کېږي او له اعاشې سربېره د زده‌کړو زمینه ورته برابرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام