د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالي کې د يوه کور د چت غورځېدو له کبله د يوې کورنۍ څلور غړي مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، دا پېښه بېګاه د يادې ولسوالي په غزو کلي کې د ناصر خان په نوم د يوه کس کور کې رامنځته شوې چې څلور لورګانو يې په کې ژوند بايللى، مېرمن او خپله ياد کس ټپیان دي.
د يادې سيمې اوسېدونکي وايي، دغه کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او غواړي هر څه ژر ورسره حکومت او نورې مرستندويه ادارې مرستې وکړي.
دا پېښه تر هغې وروسته کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د ننګرهار په ګڼو سيمو کې پرلپسې بارانونه روان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په دې ولايت کې ورته پېښې شوي چې مرګ ژوبله يې هم له ځان سره لرله.