Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې د چت پرېوتو له کبله د يوې کورنۍ  ۴ غړي مړه شوي

16729226_806494122832479_2056674705979698194_n

 

د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ ګيره خېلو سيمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې د کيميا ګل په نوم يوه کس په کور کې د خونې چت پرېوتلی او په کې ۴کسه مړه او درې ټپیان شوي دي.

د پچير اګام ولسوال حضرت خان خاکسار وايي، پېښه د کوټې د ډېر زړښت له کبله رامنځته شوې.

د نوموړي په وينا، په مړو شویو کې یوه مېرمن، دوه نجونې او یو هلک شامل دي.

د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل پر یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې او پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې مسوولانو ته يې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره يادې کورنۍ ته بېړنۍ مرستۍ ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام