د بامیان ولایت سلګونه اوسېدونکي چې قومي مشران، مدني فعالان او عام خلک په‌کې وو، نن د دغه ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ييز دفتر مخې ته د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، حکومت یې د خلکو د امنیت ټینګښت کې پر پاتې راتلو تورن کړ. معترضانو د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې هغه ترهګریزه پېښه چې د ګچو کارخونې ۷ کاریګر او د بامیان اوسېدونکي په‌کې ووژل شول، وغندله.

معترضانو چې د «اې د هېواد مشره، کاریګر مرګ ته نیول شوي؛ د صبر کاسه نسکوره ده!» شعار یې بدرګه کاوه، د سره رود ولسوالي د خونړۍ پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

دغو معترضانو د میدان ورګ ولایت د بهسودو ولسوالي د هغې پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي د پایلو شریکولو غوښتنه هم وکړه چې ۱۳ ملکیان په‌کې ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.

یوشمېر معترضانو بیا د هېواد مرکزي ولایتونو له اوسېدونکو سره د حکومت توپیري چلن په اړه شکایت کوي.

په ولسي جرګه کې د بامیان پخوانی استازی عبدالرحمان شهیداني وايي، حکومت د خلکو د سر او مال د ساتنې مسوولیت لري، خو په خبره یې، سره له دې چې دغه کار یې نه دی کړی، بلکې ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو لامل هم شوی دی.

د بامیان دوه مدني فعالان عبدالله شایګان او امیر کوثري د بشري حقونو له اړوندو کورنیو او نړیوالو ادارو څخه غواړي چې په بې‌طرفۍ سره د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې د ۷ کاریګرو د وژل کېدو پېښه وڅېړي.

بامیانی دیني عالم محمد سجاد محسني هم د بشري حقونو سازمانونه پر بې‌کفايتۍ تورنوي او وايي، دغه بنسټونه د بشر حقونو نقض پېښو ته رسيده‌ګي نه کوي.

خو باميانو کې د بشري حقونو د خپلواک کميسیون د سيمه‌ييز دفتر رييس جواد دادگر د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې هغه پېښه چې په‌کې د ګچو کارخونې ۷ بامياني کاریګر په بې‌رحمه توګه ووژل، د بشر حقونو نقض ګڼي او وايي، د يادې پېښې د څرګنوالي په موخه يې کار پيل کړی دی.

دادگر زياته کړه، د بامياني معترضانو غوښتنې به د دوی له مرکزي دفتر سره شريکې  کړي.

پای کې دغو معترضانو  د يوه ۸ ماده‌ييز پرېکړه په لوستو سره له حکومته وغوښتل چې د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې د ۷ کاریګرو د وژل عاملان پيدا او څارنوالۍ ته معرفي کړي.

په دې پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې او د بشر حقونو بنسټونو نه غوښتل شوي چې د ملکيانو د وژنو پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

معترضان خبرداری ورکوي، که غوښتنو ته يې رسيده‌ګي ونه‌شي، د خپلو اعتراضونو لمن به پراخه او هم به دغو لاريونونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې نامعلومو وسله‌والو د ګچو یوې کارخونې اووه کاریګر ووژل.

که څه هم د ننګرهار امنیه قوماندان وويل چې د دغو کسانو د وژلو په تور یې څلور کسان نیولي چې اوس ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي؛ خو بامياني معترضان وايي، د پېښې په تړاو کې هېڅ کس نه دی نيول شوی او د عاملانو د پېژندلو  او سزا ورکولو غوښتونکي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام