Asset 1SWN

پاکستان کې د بې‌سرپرسته افغان مېرمنو ژوند؛ «۳۰۰کلدارې ګټم او شپه نهاره تېروو»

NUKWHBI37VHE7HRVREKL5G2X3E

پاکستان کې سلګونه افغان بې‌سرپرسته مېرمنې چې دوی ته د ورپېښو امنیتي ستونزو او محدودیتونو له امله پاکستان ته کډه شوي، دغه هېواد کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

یادې بې‌سرپرسته افغان مېرمنې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې له کړاوه ډګ ژوند کوي او له ژوند په تنګ شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۳۰کلنه مریم بلوچ چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې اوسېږي، وايي چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې یې خاوند د «پښتورګو ناروغۍ» له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او دا اوس د خپلو دوو کوچنیو زامنو سرپرسته ده.

هغې چې افغانستان کې له یوه بهرني شرکت سره کار کاوه، د اسلامي امارت په راتلو او د ښځو پر کار د بندیز له امله اړ شوه، څو د ښې راتلونکې په تکل پاکستان ته کډواله شي.

د نوموړي په وینا، اوس په یوه کور کې پاک‌کاري «صفاکاري» کوي او ورځنی عاید یې تر ۳۰۰ کلدارې دي چې د ژوند اړتیاوې یې پرې نه برابرېږي.

نوموړي وویل: «زه په یوه کور کې صفا کاري کوم. جامې پرېمنځم یا جارو کوم چې له همدې لارې دوه-درې سوه کلدارې ترلاسه کوم. دغه پیسې هېڅ هم نه‌دي؛ حتا خپلو ماشومانو لپاره پرې پنځه وچې ډوډۍ هم نه‌شم اخیستلی. زما ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي. خپلو ماشومانو ته سم خواړه نه‌شم برابرولی. کله ناکله شپه په نهاره تېروو.»

مریم بلوچ وايي چې پردي هېواد کې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کول له ستونزو او ننګونو سره مل وي او په وینا یې، کار ته د تګ‌راتګ پر مهال پر لاره ځورول کېږي چې له کبله یې رواني ستونزې او ناروغي ورته پیدا شوې دي.

هغې وویل: «يوه ځوانه بې‌سرپرسته مېرمن چې کار پسې وځي په بده سترګه ورته کتل کیږي. په سپک نظر ورته کتل کېږي. همدا دی چې ځورول کېږو. موږ له دغه وحشت څخه خوب نه‌لرو، ارامښت نه‌لرو. همدغه ستونزې دي چې موږ یې رواني حالت سره مخ کړي یو. سمه توګه د خپل اولاد سرپرستي نشو کولای. ټولو پاکستان کې رواني ستونزې پیدا کړي، په ځانګړې توګه مېرمنې په زیاته کچه پر رواني ناروغۍ اخته شوي.»

بل‌خوا یو‌شمېر ارواه‌پوهان کډوالي کې بې‌سرپرسته مېرمنو ته د نا‌مناسب چاپېریال نه رامنځته کېدو له کبله د مور او ماشومان روحي او راتلونکي ژوند لپاره جدي ګواښ دی.

ارواه‌پوه حکمت‌الله صدیقي وايي چې د ارواه‌پوهنې له مخې د نارینه‌وو په پرتله مېرمنې په زیاته کچه له روحي اړخه ستونزو سره مخ کېدای شي.

نوموړي وویل: «کله چې برخلیک روښانه نه‌وي، په خپله خپل ځان نه پېژني؛ نو د انسان پر روح او روان بدې اغېزې کوي او د رواني اړخه یو کس ته زیان اړوي. کله چې یوه انسان ته روحي زیان واړوي، جسمي زیان هم اړوي، نو پر مېرمنو، هغه کډوالي چې نامعلوم برخلیک ولري، په زیاته کچه روحي او جسمي اغېزې درلودلی شي.»

پاکستان یوه بله بې‌سرپرسته افغان مېرمن خالده چې له خپل یوه کلن زوی سره دغه هېواد کې ژوند کوي، له ورته برخلیک سره مخ ده. نوموړې هم د نورو افغان مېرمنو په څېر افغانستان کې د محدودیتونو، امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو له امله پاکستان ته کډه شوې.

خالده زیاتوي چې پاکستان کې په ناقانونه توګه اوسېږي او وخت ناوخت د دغه هېواد د پولیسو له لوري په بېلابېلو پلمو ترې د پیسو غوښتنه هم کېږي.

د هغې په وینا، د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په ګډون یې پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) څخه هم د مرستې غوښتنه کړې، خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی.

نوموړې وویل: «ما د یو‌ان‌اېچ‌سي‌آر دفتر ته مراجعه وکړه، ټولې ستونزې مې ورته وویلې، خپل ټول اسناد مې ورته وړاندې کړل، د پولیسو له لوري زما ځورول مې هم ورته ویلي، په ډېرې بې‌غورۍ راسره چلن کوي. یواځې همدا وايي صبر کوه؛ صبر.»

پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنري ویاند قیصرافریدي دغه هېواد کې د افغان بې‌سرپرسته مېرمنو د ادعاوو په غبرګون کې وايي چې یاد سازمان پاکستان کې افغان بې‌سرپرسته مېرمنو سره نغدي مرستې کړي او په وینا یې، یوشمېر نورې چې افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی، کډوال‌منونکو هېوادونو ته ورپېژندلي دي.

قیصر افریدي وویل: «هغه مېرمنې چې زیان لیدونکې دي یا بې‌وزلي دي، موږ یې په ګوته کوو او درېیمو هېوادونو ته یې لېږلو، له دې سربېره موږ د نغدو پيسو د وېش پروګرام لرو. هغه کسان چې بې‌وزله وي، د هغوی لپاره یو ځانګړی میکانیزم لرو چې له مخې یې ورسره مرستې کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان کې د کډوالو چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنري مسوولان وايي چې د ۲۰۲۱م کال اګسټ کې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته پاکستان ته ۶‌سوه زره افغانان کډوال شوي چې له ډلې یې یوازې ۴نیم سوه زرو کسانو یاد سازمان ته د نوم‌لیکنې لپاره مراجعه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام