د نهه کلن عبدالرووف کورنۍ «لاهه» محکمې ته شکایت کوي

د عبدالرووف کورنۍ حکومت ته د خپل ۹ کلن ماشوم د خوشې کولو لپاره د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره سم، په بلخ کې د یوناما دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راغلې او دولت ته خبرداری ورکوي، که دغه ماشوم په څو ورځو کې د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشې نه کړي، دوی به لاهه محکمې ته شکایت وکړي.

د بدخشان د یاوان ولسوالي د پوهنې امر له طالبانو سره یوځای شوی

د بدخشان محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالي د پوهنې امر له طالبانو سره یوځای شوی دی.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي جاوېد راغي سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاوان ولسوالي د پوهنې امر ولي‌الله الهي وسله‌ اخیستې او له طالب ډلې سره یوځای شوی دی.

ولسمشر غني: پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري

د ولسي جرګې له لوري يوه اوونۍ وړاندې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه رد شوه، اوس ولسمشر محمد اشرف غني د يادې جرګې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، د اساسي قانون له مخې بودیجه د اجراييه قوې کار دی او پارلمان یوازې کولای شي هغه رد او یا تصویب کړي.

  د کابل برښنا د پرې کېدو په اړه د برښنا شرکت بې‌خبري

د افغانستان برښنا شرکت مسولان وایي، له ازبکستانه افغانستان ته د لېږدوونکې برښنا د پرې کېدو په اړه معلومات نه لري، خو د دغه شرکت د معلوماتو پر بنسټ د ازبکستان د برښنا د تولید په دستګاوو کې د تخنیکي ستونزو له کبله افغانستان ته لېږدوونکې برښنا پرې شوې ده.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، له یوې مېاشتې راهيسې په ازبکستان کې تخنیکي ستونزې پیدا شوي چې دغو ستونزو د برښنا پر تولید اغېزه کړې او د برښنا تولید په ټپه ولاړ دی.

«د سولې خبرو کې دې د ښځو حقونو ته پاملرنه وشي»

د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې د دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ته ورکړل شي.

پکتيا کې د ښځو شبکې مشرې زرغونې همت او ښځينه فعالې زرمينې وويل چې د سولې په خبرو کې دې ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او هغو کورنيو ته برخه ورکړل شي چې په جګړه کې يې قرباني ورکړې ده.

شنونکي: خلیلزاد هڅه کوي ولسمشر او ځینې سیاستوال د واک لېږد ته چمتو کړي

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو شمېر سیاستوالو او حکومتي مشرانو سره لیدنه کې جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف ته ویلي چې ولسمشر او ځینې نورو سیاستوالو سره د واک لېږد په اړه خبرې وکړي.

ځینو راپورنو کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره د لېدو پرمهال له هغه سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر ځینو پټو مسایلو خبرې کړې دي.

ولسي جرګې د دولتي کارکوونکيو د معاش د یو شان کولو طرحه تصویب کړه

ولسي جرګې نن د دولتي کارکوونکيو د معاش د یو شان کولو لپاره طرحه تصویب کړه. دغه طرحه د يادې جرګې د ۳۰ وکيلانو له لوري وړانديز شوې وه.

د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني وویل، د ولسي استازو د وړاندې شوې طرحې له مخې دې، د مامورینو، ښوونکيو، متقاعدینو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو یو شان کولو لپاره، له ۹۱ او ۹۲ کودونو، ان‌ټي‌اې، سوپرسکېل او سي‌بي‌ار معاشونو څخه استفاده وشي.

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي او ۱۰۲ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې ۱۶۹۱ نمونې کتلي چې له ډلې یې یادې مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

کابل ښار کې پرمختللې امنیتي کمرې لګول کېږي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې کابل ښار کې به له ۱۰۰ میلیونه ډېرو امریکايي ډالرو په ارزښت امنیتي کمرې ولګول شي.
نوموړي نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د دغو کمرو د لګولو پروګرام د افغان دولت د متحدانو د غوڅ ملاتړ په مرسته عملي کېږي.