Asset 1SWN

ولسي جرګې د دولتي کارکوونکيو د معاش د یو شان کولو طرحه تصویب کړه

parlaman-p0yjitqzsxi3c03x71804k8yag74v3o8efaio8ulqs

ولسي جرګې نن د دولتي کارکوونکيو د معاش د یو شان کولو لپاره طرحه تصویب کړه. دغه طرحه د يادې جرګې د ۳۰ وکيلانو له لوري وړانديز شوې وه.

د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني وویل، د ولسي استازو د وړاندې شوې طرحې له مخې دې، د مامورینو، ښوونکيو، متقاعدینو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو یو شان کولو لپاره، له ۹۱ او ۹۲ کودونو، ان‌ټي‌اې، سوپرسکېل او سي‌بي‌ار معاشونو څخه استفاده وشي.

دغه طرحه د ولسي جرګې غړو په اکثریت رایو سره تایید او د مالي او بودیجې کمیسیون موظف شو چې هغه د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې ځای پر ځای کړي.

د ولسي جرګې رييس خبرداری ورکړ، تر هغه چې د ټولو ولایتونو لپاره په متوازن ډول بودیجه ځانګړې نه‌شي، دغه طرحه به تایید نه کړي.

میر رحمان رحماني د جرګې په نننۍ غونډه کې همداراز وویل، تر هغه به ولسي جرګه په ژمنیو رخصتیو لاړه نه شي چې د مامورینو د معاشونو يو شانولو طرحه عملي شوې نه وي او د راتلونکي کال په بودیجه کې ځای نه وي ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم د ۱۴۰۰ کال د بودیجې سند طرحه هم رد کړې وه او نن يې هم رد کړه.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټولټال ۱۴۰۰، ۴۵۲  میلیارده او ۶۴۰ ميليونه افغانۍ بودجه تخمین شوې چې ۲۹۵ میلیارده او ۸۱۰ ميليونه افغانۍ یې عادي او ۱۵۶ میلیارده او ۸۳۰ ميليونه افغانۍ یې پراختیایي بودجه ده.

ولسي جرګه په داسې حال کې د يادې طرحې د تصويب خبر ورکوي چې په تېره يوه اوونۍ کې تخار، بامیان، بدخشان او هرات  ولايتونو کې ښوونکيو اعتراضونه وکړل او  د معاشونو د يو شان کولو غوښتنه يې کوله.

دغو ښوونکيو دولت ته خبرداری ورکړی و که معاشونه يې يو شان نه شي، مکتبونه به وتړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام