د راپورونو له مخې، ټاکل شوې څلور ورځې وروسته د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړه شي.

که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې په دې غونډه کې به د دولت او طالبانو په استازولۍ کوم کسان ګډون کوي، خو د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، د دواړو لوریو د مرکچیانو په ترکیب کې د پښتنو حضور غښتلی دی.

یوشمېر وکیلانو د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، د دولت د مرکچي پلاوي هغه نوملړ چې ورته رسېدلی، ښيي چې په دغه پلاوي کې توازن په پام کې نه دی نیول شوی.

د ولسي جرګې غړي خان‌اغا رضايي او حفیظ‌‌الله جلیلي وايي، د پلاوي په ترکیب کې د یوه قوم د پام وړ حضور او د نورو قومونو نه ګډون لامل کېږي چې یاده غونډه د منلو وړ پایله ونه لري.

د دوی په وینا، له ۱۹ تر ۲۲ کسانو پورې به د افغان دولت په استازولۍ د استانبول غونډې ته ورځي او په وینا یې، په ترکیب کې یې ملي شورا هم له پامه غورځول شوې ده.

خو د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي د دغو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کوي چې پښتنو د جمهوریت خوندیتوی لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او باید د سولې خبرو کې هم ډېره ونډه ورکړل شي.

د ولسي جرګې غړی خالد اسد وايي، پښتنو د هېواد د پوځ، پولیسو او ملي امنیت په لیکو کې ډېره قرباني ورکړې او د هېواد ساتنې لپاره له خپل سر نه هم تېر شوي دي.

خو د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د استانبول غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي خپور شوی نوملړ سم نه دی او د ملي روغې جوړې شورا یې هم نه تاییدوي.

هغه وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد په اوسنیو سیاسي او امنیتي شرایطو کې یو د بل منلو او ملي یووالي ته اړتیا لرو چې باید ورته پام وکړو.

موږ وغوښتل چې د استانبول غونډه کې د مرکچي پلاوي د ترکیب په اړه د ملي روغې جوړې شورا نظر هم واخلو، خو د دې شورا ویاند زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

د ولسي جرګې غړیو دغه راز ټینګار وکړ چې د دواړو لوریو مرکچیان باید اساسي قانون او نورو ولسواکو ارزښتونو ته په کتو د افغانستان برخلیک وټاکي.

دغې جرګې پر افغان دولت غږ وکړ چې د استانبول غونډې ته له واحدې اجندا سره ورشي او هلته په یوه غږ او دریځ د هېواد د ارزښتونو دفاع وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام