ولسي جرګې له ژمنیو رخصتیو او د ۱۷مې تقنینې دورې د درېیم کال له پرانېست‌غونډې وروسته د دې جرګې د مرستیالانو او منشیانو د ټاکلو لپاره ټاکنې وکړې.

د ولسي جرګې ۲۲۷ غړیو په دغو ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې چې د یادو څوکیو لپاره هر نوماند باید د بریا لپاره ۱۱۴ ټاکنې ګټلې وای.

د ولسې جرګې لومړي مرستیالۍ ته احمدجاوېد جیحون، منورشاه بهادري او ضیاالدین ضیا ځانونه نومولي وو چې احمدجاوېد جیحون د ۱۲۰ رایو په ګټلو سره د دې جرګې لومړی مرستیال وټاکل شو. منورشاه بهادري په دغو ټاکنو کې ۹ او ضیاالدین ضیا ۳۹ رایې خپلې کړې او بریالي نه شول.

د ولسي جرګې دویم مرستیالۍ لپاره هم سیدظاهر مسرور، ګل‌احمد نورزاد او محمدکریم جوزجاني ځانونه نومولي وو چې هر یوه په ترتیب سره ۵۵، ۸۸ او ۲۱ رایې خپلې کړې او یو هم و نه توانېدل چې د دویم مرستیال په توګه وټاکل شي. ټاکل شوې سبا د ګل‌احمد نورزاد او سیدظاهر مسرور ترمنځ بیا ټاکنې وشي.

د ولسي جرګې د منشيتوب لپاره بیا د محمدکریم اتل، شفیقې سخا یولچي او اسدالله شهباز ترمنځ ټاکنې وشوې او هر یوه په ترتیب سره د وکیلانو ۹۷، ۳۹ او ۳۵ رایې ترلاسه کړې چې یوه هم پنځوس‌+یو رایې ونه ګټلې او د دوو ډېرو رایو ګټونکو ترمنځ به بیا ټاکنې کېږي.

په همدې حال کې د نایب منشیتوب لپاره بیا ګلالۍ محمدي د ۷۸ رایو او عرفان‌الله عرفان د ۸۸ رایو په ترلاسه کولو سره د بریا رایې خپلې نه کړې او ټاکل شوي نوي نوماندان یې لپاره سیالي وکړي.

د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ټاکنې بیا پرون وشوې چې محمدعلم اېزدیار د دې جرګې د لومړي مرستیال، محمداکبر ستانکزی د دویم مرستیال او محمدفیصل سمېع هم د نایب منشي په توګه بیا وټاکل شول، خو د مشرانو جرګې د منشیتوب لپاره نن ټاکنې وشوې چې راحله دوستم د سناتورانو د باور رایې خپلې او د دې جرګې منشي وټاکل شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام