د کابل والي محمدیعقوب حیدري وايي، د سولې خبرو کې دې پر هغو ارزښتونو معامله نه کېږي چې د لویې جرګې له لوري تصویب شوي دي.

نوموړي نن په غازي سټډیوم کې «د سولې په اړه د کابلیانو غږ» په نوم جوړه شوې غونډه کې چې زرګونه کسانو په‌کې ګډون کړی و، وویل چې سوله د افغانانو بنسټیزه غوښتنه ده، خو باید د خلکو او هېواد ګټې په‌کې خوندي شي.

د حیدري په وینا، افغانان غواړي چې ټول ښکېل اړخونه خپلې او د ډلې غوښتنې پرېږدي، د خلکو ټولنیزو غوښتنو ته درناوی وکړي او تر هر څه مخکې پر سرتاسري اوربند هوکړه وکړي.

هغه ټینګار کوي چې د سولې خبرو کې باید د بیان ازادي، د ښځو حقونه، بشري حقونه، ټاکنې، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه او د رسنیو ازادي ارزښتونه وساتل شي؛ ځکه په وینا یې، همدا د خلکو د کلونو قربانۍ پایله ده.

د کابل والي د افغان سولې په اړه استانبول کې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې هیله څرګنده کړه چې په یاده ناسته کې د کابلیانو غوښتنې په پام کې ونیول شي او په وینا یې، د خلکو یوازینۍ غوښتنه په هېواد کې اوربند، د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانان نور نه غواړي شا ته وګرځي او بیا پخوانۍ ترخې تجربې تکرار کړي. هغه ټاکنې د اسلامي او ولسواکې حکومتولۍ یوازینی اصل یاد کړ او د سولې خبرو کې له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې په پام کې یې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په استانبول کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړه شي. که څه هم تر اوسه که څه هم تر اوسه یې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو داسې ویل شوي چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه به جوړه شي.

ویل کېږي چې افغان دولت به ډک لاس یادې ناستې ته ورشي او ولسمشر محمداشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د ترکیې غونډه د افغانستان لپاره مهمه بللې او ولسمشر غني خو د افغانستان د راتلونکې څرنګوالي په اړه د سولې اړوند یوه طرحه هم جوړه کړې چې ښايي په استانبول غونډې ته هم وړاندې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام