خلیلزاد له ملابرادر او په قطر کې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره لیدلي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په قطر کې د طالب ډلې له سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي له یوشمېر غړیو سره لیدلي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمدنعیم نن پر خپل ټویټر لیکلي چې خلیلزاد پرون ماسپښین له ملابرادر سره لیدلي دي.

محب: د مسکو او استانبول په غونډو کې ګډون کوو

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان استازي د مسکو او استانبول په غونډو کې چې د افغان سولې په اړه د روسیې او ترکیې په کوربه‌توب جوړېږي، ګډون کوي.
نوموړي چې نن په کابل کې د امنیتي چارواکو په غونډه کې خبرې کولې وویل، د روسیې او ترکیې په غونډو کې د افغان پلاوي پر څرنګوالي او ترکیب خبرې روانې دي او افغان حکومت په دواړو هغو کې ګډون کوي.

صالح: د دوحې هوکړه د طالبانو د کاذب باور لامل شوې

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبان له نوي افغانستان سره د ګډ او سوله‌ييز ژوند باور نه لري او د دوحې هوکړه د ډلې د کاذب باور لامل شوې ده. هغه وايي، دا باور یې له هغه وروسته پیدا کړ چې د ملي روغې جوړې شورا په دویمه غونډه کې یې د دولت د سولې مرکچي پلاوي خبرې او تبصرې واورېدې.