Asset 1SWN

هغه ښوونکي چې هېڅکله يې کور پيدا نه‌کړ

975A4481

نن د تلې میاشتې ۱۳مه نېټه په هېواد کې د ښوونکي له ورځې سره برابره ده؛ خو په دې ورځ ښوونکي شکايت کوي چې حکومت په ژمنو عمل نه دی کړی.

ښوونکي وايي، که څه هم حکومت له دوی سره له څو کلونو راهیسې د معاش زیاتېدو او د ځمکې د وېش ژمنې کوي؛ خو د کلونو په تېرېدو يې تر اوسه ژمنې نه دي عملي کړي.

ملالۍ محبوبي چې شاوخوا شل کاله کېږي د ښوونکې په توګه د کابل ښار لسمه ناحیه د زرغونې لېسه کې دنده تر سره کوي وايي چې د دې د دندې تر سره کولو پرمهال ښوونکو سره ډېرې ژمنې شوي دي؛ خو هېڅ یوه ژمنه نه ده عملي شوې.

په کابل ښار کې بله ښوونکې مریم امیري وايي، سره له دې چې څو ځله یې ستونزې د پوهنې وزارت له چارواکيو سره شریکې کړي؛ خو غوښتنو ته یې پاملرنه نه ده شوې.

په غور ولایت کې د سلطان شهاب الدین غوري لېسې امر محمد احمدي هم وايي، د پوهنې ریاست، د والي دفتر او د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د کم کارۍ له کبله، د لسو کلونو په تېرېدو تر اوسه ښوونکيو ته ځمکه نه ده وېشل شوې.

خو د پوهنې وزارت سلاکار دستګیر منیر سلام‌وطندار ته وویل، ښوونکيو ته د معاش لوړولو او د ځمکې د وېش طرحه د پوهنې وزارت د کارونو په سر کې ځای لري.

د منیر په خبره، د ځمکې غصب او په لرې سیمو کې د ځمکو په پام کې نیول ښوونکيو ته د ځمکو د وېش په وړاندې شته ستونزې دي.

په جوزجان کې هم یو شمېر ښوونکي وايي، په دې ولایت کې د ښوونکيو ښارګوټی چې د ۳زره ښوونکيو لپاره وېشل شوی و، د پلي کولو پړاو یې په کاغذ پاتې دی او تر اوسه عملي شوی نه دی.

دوی وايي، د ښوونکيو ښارګوټی د غنمو په کرونده بدل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام