د بښنې نړیوال سازمان په ایران کې د اعتراضونو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې په روانو اعتراضونو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۰ اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

بښنې سازمان ویلي چې په وژل شویو کې ۲۲ نارینه، څلور ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د اعتراضونو پرمهال د نورو وژل شویو کسانو په اړه څېړنه کوي او باور لري چې اصلي شمېرې تر دې هم لوړې دي.

د بشري حقونو په دغه سازمان کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشرې حبا مرایف غوښتنه کړې چې په ایران کې د پېښو په اړه دې د ملګرو ملتونو له‌خوا یوه خپلواکه څېړنیزه کمېټه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ایران له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې چې له “غیر ضروري او غیر متناسب” تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د راپورونو له مخې، د جمعې پر شپه د پرله‌پسې اوومې ورځې لپاره د ایران بېلابېلو ښارونه د حکومت ضد لاریونونو شاهد و چې د مهسا امیني د مړینې په اعتراض کې پیل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

ایران کې په پراخه توګه د خبریالانو نیول او پر انټرنټ محدودیت لامل شوی چې دغه هېواد کې د اعتراضونو وروستي تحولاتو څخه خبر رسول ستونزمن شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام