Asset 1SWN

ولسمشر غني: پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري

Ghani-2-768x512-1-p0yqzt8bk5q1qte4iayknonm1yehkxizds2oou0t5g

د ولسي جرګې له لوري يوه اوونۍ وړاندې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه رد شوه، اوس ولسمشر محمد اشرف غني د يادې جرګې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، د اساسي قانون له مخې بودیجه د اجراييه قوې کار دی او پارلمان یوازې کولای شي هغه رد او یا تصویب کړي.

جمهور رييس ټینګار کړی چې «ولسي جرګه د اساسي قانون له مخې نه‌شي کولای د دولت ځای ونيسي. د ولسي جرګې مسووليت دا دی چې یا دې په ټولیز ډول ومني او یا یې دې په ټوليز ډول رد کړي.»

ولسمشر غني همداراز ويلي، د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه کې اضافي پروژې نه شاملېږي. نوموړي زیاته کړې چې حکومت نه شي کولای د  ميلیاردونو په ارزښت د سترو او سليقوي پروژو د تامين توان نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم د ۱۴۰۰ کال د بودیجې سند طرحه هم رد کړې وه او نن يې هم رد کړه.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټولټال ۱۴۰۰، ۴۵۲  میلیارده او ۶۴۰ ميليونه افغانۍ بودجه تخمین شوې چې ۲۹۵ میلیارده او ۸۱۰ ميليونه افغانۍ یې عادي او ۱۵۶ میلیارده او ۸۳۰ ميليونه افغانۍ یې پراختیایي بودجه ده.

له دې سره د ولسي جرګې رييس خبرداری ورکړ، تر هغه چې د ټولو ولایتونو لپاره په متوازن ډول بودیجه ځانګړې نه‌شي، دغه طرحه به تایید نه کړي.

میر رحمان رحماني د جرګې په نننۍ غونډه کې همداراز وویل، تر هغه به ولسي جرګه په ژمنیو رخصتیو لاړه نه شي چې د مامورینو د معاشونو يو شانولو طرحه عملي شوې نه وي او د راتلونکي کال په بودیجه کې ځای نه وي ورکړل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام