په سرطاني ناروغیو سلګونه اخته کسان اوسمهال د پاکستان په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي؛ خو په هېواد کې د کورونا ویروس د پراخېدو او قرنطین وضع کېدو پسې د هوايي او ځمکنیو لارو بندېدو له کبله درملنه نیمګړې پاتې ده.

په دغو سرطاني ناروغیو کې د وینې د سرو او سپینو کرویاتو سرطان، د سینې سرطان، د مثانې سرطان او نورشامل دي چې درملنه یې ډېر وخت او زیاتو پړاوونو ته اړتیا لري.

د ډاکټرانو د معلوماتو له مخې، د سرطان ناروغۍ په ورځنۍ، اوونیزه او میاشتنۍ بڼه د اړوند ډاکټر تر نظر لاندې لاندې معاینه کېږي او ناروغان باید لږترلږه په میاشت کې یو ځل ډاکټر ته یوړل شي ترڅو یې په اړه کیموټراپي معاینه ترسره شي.

کیموټراپي یا د سرطان ضد درملنه په اصل کې د سرطاني حجرو له منځه وړلو یا یې د ودې درولو لپاره د درملو کارونه ده.

دغه درملنه په تزریقي، خوراکي او ځینې وختونه له نورو لارو ترسره کېږي او د ناروغ په ژوندي پاتې کېدو کې د پام وړ رول لري؛ خو که چېرې دغه عمل ترسره نه شي یا وځنډېږي، ښايي د ناروغ وضعیت ورځ تر بلې خراب شي.

سلام وطندار ته د رسېدلو راپورونو پر بنسټ چې د یوې اوونۍ په موده کې دوه سرطاني ناروغانو د دې لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د کیموټراپي درملنې معاینات یې ځنډېدلي  وو.

په ورته وخت کې د سرطاني ناروغانو یو شمېر خپلوان اندېښمن دي او سلام‌وطندار ته وايي، په هېواد کې د قرنطین له وضعه کولو او د لارو په تړل کېدو نه دي توانېدلي خپل ناروغان له هېواده بهر د درملنې په موخه ولېږدوي.

د دوی په خبره، د دغو ناروغانو درملنه په افغانستان کې نه کېږي او د هوايي او ځمکنیو لارو په تړل کېدو سره یې ناروغان په بد وضعیت کې شپې ورځې تېروي.

خو په روغتیا وزارت کې د سرطاني ناروغیو مسوول نجیب الله صمدي وايي، د سرطاني ناروغانو درملنه د کابل په جمهوریت او د ماشوم روغتیا اندراګاندي روغتونونو کې کېږي.

د دې ناروغانو خپلوان په اندېښنې سره وايي، که د پاکستان بهرنیو چارو وزارت سره تفاهم ونه شي، ښايي ۵۰ سلنه له دې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په دې اړه مو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د نظر اخیستو هڅه وکړه؛ خو پرله‌پسې اړیکو ته مو ځواب را نه کړل شو.

کلیدواژه‌ها:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام