عبدالله: دوحه کې د سولې روانې خبرې هيله بښونکې دي

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هند ته په خپل سفر کې وويل چې دوحه کې د سولې روانې خبرې هيله بښونکې دي. عبدالله په ټينګار سره وايي چې سولې ته رسېدل هېڅ نظامي حل لار نه لري او په داسې حال کې چې دواړه لوري سياسي حل لار لټوي، سولې ته د رسېدو چانس ډېرېږي.

ناامنه کابل؛ کانکور کې تازه انجنيرۍ ته بريالی شوی رامين غلو وواژه

۲۱کلن رامین تازه د کانکور ازموینه کې تر ګډون وروسته د کابل انجنیرۍ پوهنځي ته بریالی شو؛ خو غلو تېر ماښام د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې وواژه. د رامین مور او د کورنۍ نور غړي یې وايي، په پولیسو یې باور له لاسه ورکړی او له امنیتي بنسټونو او حکومت نه هېڅ تمه نه لري.

کابل بازانو لوبډلې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو اتلولي خپله کړه

د شپږیزې کرکټ لیګ پای لوبه چې نن د مس‌عینک اتلانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، کابل بازانو لوبډلې مقابل ټیم ته د ۹ منډو په توپیر ماته ورکړه. د نننۍ لوبې پچه مس‌عینک اتلانو ګټلې وه، خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

خلک د قرنطین ورځې څنګه تېروي؟

څلور میاشتې وړاندې د اوونۍ په پای کې له کارونو تر فراغت وروسته ګڼو کسانو د هنر او تفرېح لمنه نیوله او له خپلو کورنیو سره یوځای د فلم کتلو ته کېناستل، په چکرونو تل او یا یې هم کتابونه لوستل؛ خو د کرونا ویروس خپرېدل او پرې د ګڼو خلکو اخته کېدل لامل شو چې حکومتونه د قرنطین شدت زیات کړي او له خلکو جدي وغواړي چې په کورنو کې پاتې شي.

بامیان؛ د بندامیر شاوخوا سیمو کې د ګیاهي پوښښ ویجاړولو نه اندېښنې

د افغانستان د لومړني ملي پارک بندامیر شاوخوا سیمو اوسېدونکي د دغو ساحو د ساتلو څرنګوالي په اړه پوهاوی نه لري او تل یې ګیاهي پوښښ او نور بوټي له منځه وړي. د سیمې دوه اوسېدونکي علي‌حسین او سید امین ابراهیمي وايي، دغه بوټي ژمي کې د خپلو کورونو تودولو لپاره راټولوي.

سرور دانش: ککړه هوا له کورونا ویروسه ډېره خطرناکه ده

د پاکې هوا له نړیوالې ورځې سره هم مهاله د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ککړې هوا له کبله د خطرونو په اړه خبرې کوي. د دانش په خبره، ککړه هوا له کورونا ویروس نه ډېره خطرناکه ده او راروان ژمی د هوا د ککړتیا د کمولو مدیریت لپاره باید جدي تدابیر په پام کې ونیول شي.

کورونا؛ د قرنطين له کبله د سلګونو سرطاني ناروغانو درملنه نه‌ده شوې

په سرطاني ناروغیو سلګونه اخته کسان اوسمهال د پاکستان په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي؛ خو په هېواد کې د کورونا ویروس د پراخېدو او قرنطین وضع کېدو پسې د هوايي او ځمکنیو لارو بندېدو له کبله درملنه نیمګړې پاتې ده. په دغو سرطاني ناروغیو کې د وینې د سرو او سپینو کرویاتو سرطان، د سینې سرطان، د مثانې سرطان او نورشامل دي چې درملنه یې ډېر وخت او زیاتو پړاوونو ته اړتیا لري.

نامنظمه کډوالي؛ له کډوالۍ تېښته او د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د کار کولو ستونزه

عبدالمعذ نومېږي او په اصل کې د غور د مرغاب سیمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، ۱۳ کلن و چې افغانستان یې د بې‌وزلۍ او فقر له کبله د ایران په مقصد پرېښود. نوموړي په ایران کې له پاتې کېدو او له یوې ایرانۍ نجلۍ سره تر واده وروسته فکر کاوه چې خپلو هیلو ته رسېدلی دی.

نامنظم کډوال: که سوله وشي خپل هېواد ته ګرځم

د سرپل ولایت اوسېدونکی سید محمد یو له هغو زرګونو ځوانانو دی چې دغه ولایت کې په ځانګړې توګه کومې ولسوالۍ کې چې دی ژوند کوي، د امنیتي وضعیت خرابېدو له وېرې اړ کېږي، د بې‌شمېره خطرونو او لوړ لګښت په منلو سره د نامنظمې کډوالۍ لاره غوره کړي.

ټرمپ د سږ کال تر کرسمس پورې ټول سرتېري افغانستان نه باسي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټوېټر لیکلي، باید د امریکايي ځواکونو پاتې کوچنۍ ډله هم چې افغانستان کې خدمت کوي تر را روان میلادي کال پيل پورې هېواد ته ستنه شي. خو د نوموړي تر څرګندونو مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي، امریکا د راتلونکي کال لومړیو کې د خپلو ځواکونو شمېر افغانستان کې ۲۵۰۰ ته کموي.