څلور میاشتې وړاندې د اوونۍ په پای کې له کارونو تر فراغت وروسته ګڼو کسانو د هنر او تفرېح لمنه نیوله او له خپلو کورنیو سره یوځای د فلم کتلو ته کېناستل، په چکرونو تل او یا یې هم کتابونه لوستل؛ خو د کرونا ویروس خپرېدل او پرې د ګڼو خلکو اخته کېدل لامل شو چې حکومتونه د قرنطین شدت زیات کړي او له خلکو جدي وغواړي چې په کورنو کې پاتې شي.

د کوربندۍ او قرنطین مودې په غځېدلو سره د خلکو د صبر او زغم کاسه لا پسې ډکه شوه او د دغې نړیوالې وبا د پای ته رسېدو لپاره یې شېبې شمارنه پيل کړه.

د هېواد یو شمېر هنرمندانو چې له دې وړاندې یې په کنسرونو او پروګرامونو کې سندرې ویلې، اوس د ځان لپاره موسیقي غږوي.

په دې وروستیو ورځو کې که چېرې ټولنیزو شبکو ته سر ورښکاره کړئ، وبه وینی چې پېژندل شوي کسان او عادي وګړي ټول په هغو کارونو بوخت دي چې له دې وړاندې یې د سرته رسولو لپاره وخت او فرصت نه درلود.

د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې وایلن غږوونکی امان الله نوري له خپل کوره د فرهاد دریا فرشته جان سندره غږوي او په دې سره د تمرین لپاره فرصت اخلي.

نوموړی له خلکو غواړي چې له خپلو پرښتو سره په کور پاتې شي.

دغه راز کوربندۍ یا قرنطین د ښځو د حقونو فعالې او لیکوالې حمیرا قادري ته هم وخت ورکړی چې خپل کوچنی ماشوم لا ډېر وپېژني.

حميرا قادري وايي، له سیاوش سره د لا ډېر وخت تېرول لامل شوي چې د مور او زوی ترمنځ د ښځینه‌توب او نارینه‌توب واټن له منځه لاړ شي.

نوموړې په دې موده کې پوه شوې چې سیاوش خپله د دې په څېر دی او له یو بل سره ګڼ ګډ ورته توبونه لري.

او بل کس چې فردوس صمیم نومېږي په اصل کې یو انجینیر دی؛ خو ورځنۍ بوختیاوې لامل شوې وې چې نوموړی رسامۍ، خطاطۍ او نقاشۍ ته وخت ونه لري.

صمیم اوس ډېر وخت لري چې د خپلې خوښې کارونو باندې ځان بوخت کړي. نوموړی وايي، یوه لور لري چې د کوربندۍ پرمهال ډېر سره نږدې شوي او ښه سات یې تېر دی.

صمیم اندېښنه لري چې د کوربندۍ له پای ته رسېدو وروسته به خپلې کوچنۍ لور پسې ډېر خفه شي.

د بهرنیو رسنیو راپورونه هم ښيي چې د نړۍ د سترو ښارونو په قرنطین کېدو سره، د ښارونو اوسېدونکي په خپلو کورونو کې موسیقي غږوي او د کورنیو له کړکیو د روغتیا پالانو هڅولو په موخه چکچکې وهي. که له یوې خوا قرنطین اقتصادي فرصتونو ته زیان اړولی خو له بلې خوا یې په څو وروستیو اوونیو کې د انلاین فعالیتونو بازار ګرم کړی او د ټولې نړۍ خلک له کوربندۍ انلاین بڼه ګټه پورته کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام