Asset 1SWN

ناامنه کابل؛ کانکور کې تازه انجنيرۍ ته بريالی شوی رامين غلو وواژه

Ramin-owm2zribz37dgge1s4k8j4taxkycswm0muk4fviwt0

 

۲۱کلن رامین تازه د کانکور ازموینه کې تر ګډون وروسته د کابل انجنیرۍ پوهنځي ته بریالی شو؛ خو غلو تېر ماښام د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې وواژه.

د رامین مور او د کورنۍ نور غړي یې وايي، په پولیسو یې باور له لاسه ورکړی او له امنیتي بنسټونو او حکومت نه هېڅ تمه نه لري.

د رامین یو له نږدې دوستانو فضل‌الرفېع د امنیتي حوزو پولیس په فساد او بې‌پروايۍ تورنوي او وايي، د پولیسو له خوا نیول شوي غله بېرته خوشې کېږي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز سلام‌وطندار ته وايي، د رامین د وژل کېدو په تړاو یو کس نیول شوی او دې برخه کې څېړنې دوام لري.

دې وروستیو میاشتو کې کابل ښار او ګڼو نورو ولایتونو کې د وژنو، انسان تښتونو او وسله‌والو غلاوو په څېر د جنايي جرمونو پېښې لوړې کچې ته رسېدلې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام