Asset 1SWN

مودي د افغانستان سولې په اړه د نوې ډېلي د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ

Abdullah-In-India-owlszzs438cm43uzx2jyj1g3f83364w5niaj11sm24

د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي، هند ته د سفر په درېیمه ورځ یې د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي او د سولې پروسې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د هند لومړی وزیر وايي، هېواد یې د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.

نریندرا مودي ویلي، هند افغانستان کې له تلپاتې سولې ملاتړ کوي، ځکه د سولې په ټینګښت سره د ترهګريزو فعالیتونو لپاره فرصت نه برابرېږي.

د هند لومړي وزیر زیاته کړې چې افغانستان سره به یې مرستې دوام ولري.

د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د سې‌شنبې په ورځ هند ته په څلور ورځني سفر لاړ او تر دې وړاندې یې د هند د ملي امنیت سلاکار سره هم لیدلي دي.

هند ته د عبدالله عبدالله د سفر موخه، د سولې هڅو په اړه د دغه هېواد د ملاتړ جلبول بلل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام