د تېرې یوې میاشتې پر مهال جنايي پېښو کې ۴۲ کسان وژل شوي

په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال په ټول هېواد کې ۳۱ جنايي پېښې شوي چې اته یې د تېرې میاشتې په لومړۍ نیمايي او ۲۳ یې په دویمه نیمايي کې ثبت شوي دي.

ورورستۍ ۲۳ پېښې د سلواغې له ۲۴مې د کب تر اوومې رامنځته شوي چې دوه برابره لوړوالی ښيي.

لوېدیځو او سوېلي ولایتونو کې ټرافیکي پېښې؛ یوه میاشت کې ۴۴ کسان مړه او ۱۷۰۰ ټپیان شوي

د سوېلي او لوېدیځو ولایتونو ځايي چارواکي دغو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو د قربانیانو شمېر زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، تېره شاوخوا یوه میاشت کې د ټرافیکي پېښو پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ کسانو ژوند بایللی او تر ۱۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

افغانستان؛ ناروغیو یوه میاشت کې ۱۳۵ماشومان مړه کړي

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې ویلي چې یوازې په تېره ډسمبر میاشت کې ۱۳۵ افغان ماشومان د سینه‌بغل او خوارځواکۍ ناروغیو له امله په روغتون او یا هم روغتون ته پر لاره مړه شوي دي. دغه سازمان نن په یوه رپوټ کې ویلي چې د شویو څېړنیو پربنسټ، په وروستیو درېوو میاشتو کې له نیمايي ډېرو هغو افغان کورنیو چې روغتیايي مراقبت ته یې اړتیا درلوده، دغه روغتیايي خدمتونه نه دي ترلاسه کړي.

په تېرو دوو اوونیو کې جګړو په کور دننه ۶۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

 هېواد کې د جګړو او ناامنیو سربېره د وسله‌والو طالبانو له لوري د یو‌شمېر ولسوالیو نیول ګڼ‌‌شمېر افغانان اړ کړي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو امنو سیمو ته کډه شي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د جګړو له امله ۶۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او د هېواد نورو ولایتونو او امنیو سیمو ته کډه شوي دي.