له وړمې ورځې راهیسي د هېواد د پلازمینې کابل ځینې برخې پوځي څېره خپله کړې او د اسلامي امارت سرتېرو کور په کور تلاشي پیل کړې ده. خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د خپلو کورونو له پلټنو څخه شکایت کړی.

دوی ویلي دي چې د دوی د کورونو پلټنه د خلکو او کورنیو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د وېرې لامل شوې. د دوی په وینا، د پخواني حکومت زیاتره تجهیزات د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا ضبتېږي. د کابل یو اوسېدونکی سلام‌وطندار ته وویل:« له وړمې شپې راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو یو په بل پسې په کورونو چاپې وهلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

برګ جمپرونه، پوځي بوټان، او هر څه چې وي، پر خلکو یې په زوره پیدا کوي. خلک هم په اندېښنه کې دي او هېڅ نه پوهېږي چې دوی څه غواړي.». د کابل اوسېدونکي د اسلامي امارت له چارواکو څخه غواړي چې د ملکیانو او عامو خلکو تر منځ دې وېره نه رامنځته کوي.

د کابل یو بل اوسېدونکی سلام‌وطندار ته وویل:« زه باید ووایم چې دوی په ډېره بېړه د خلکو کورونو ته ننوځي او هڅه کوي چې د خلکو ښځې او ماشوما ووېروي. که د اوسني او تېر نظام په تړاو هر څه چې وي هغه دې ویسي، خو خلک مه وېروئ. زموږ غوښتنه د اسلامي امارت له چارواکو دا ده چې خلکو ته پام وکړئ او خپلو ځواکونو ته پام وکړئ چې خلکو ته ستونزه جوړه نکړي.»

په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست امنیتي ځواکونو په کابل او ولایتونو کې د دفاع وزارت د مرستيال ملا محمد فاضل مظلوم په مشرۍ پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي چې په دغو سیمو کې د تصفیوي عملیاتو موخه د هغو کسانو نیول او له منځه وړل دي چې په غلا، اختطاف، تخریب او نورو جرمونو کې لاس لري او مخکې له مخکې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا پیژندل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجاهد ویلي چې د عملیاتو پر مهال به ملکیانو او د هغوی کورونو ته زیان نه رسېږي او په دې برخه کې ټول احتیاطي تدابیر نیول شوي دي. اسلامي امارت د یادو سیمو له اوسېدونکو څخه غوښتي چې د مجرمینو او تورنو کسانو په پېژندلو او نیولو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د هغوی په اړه معلومات ورکړي. ځکه دغه عملیات د کابل ښاریانو، سوداګرو او نورو هېوادوالو د امنیت د ښه کېدو په موخه پیل شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام