د اسلامي امارت لهخوا افغانستان ته د پخوانیو چارواکو د بېرته ستنېدو جوړ شوی کمېسیون نن رسمي توګه کار پیل کړ. دا کمېسیون دنده لري چې د تېر نظام هغه چارواکي او سیاستوال چې بهر ته تللي، وهڅوي څو بېرته افغانستان ته راشي.
د دې کمېسیون مشري د اسلامي امارت سرپرست حکومت د کانونو وزیر شهابالدین دلاور کوي. دغهراز، دغه کمېسیون د دوه نورو وزیرانو په ګډون څو تنه غړي لري.
د دغه کمېسیون په پرانیست غونډه کې د کانونو وزیر او د دې کمېسیون رییس شهابالدین دلاور ترکیه کې د افغان سیاستوالو وروستۍ ناستې او د هغوی غوښتنو او وړاندیزونو ته په اشارې وویل چې نور مذاکراتو ته اړتیا نشته او ټولو ته په کار ده چې د اسلامي امارت د حکومت ملاتړ وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي دلاور زیاته کړه: «د امیرالمومنین د بښنې له فرمان څخه هېڅوک مستثنی نه دي، په دې فرمان کې ټول هغه افغانان شامل دي چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدل. له اشرف غني یا بل کوم چا سره مذاکرات نه دي شوي او نور، مذاکراتو ته هم اړتیا نشته. په ټول هېواد کې امنیت راغلی، ملي حاکمیت بېرته ترلاسه شوی، د افغانانو ترمنځ سوله ده، یوازې اړتیا ده چې د نظام ملاتړ وشي.»
د دې کمیسیون په لایحه کې راغلي چې ټول پخواني پوځي او ملکي چارواکي کولی شي افغانستان ته راستانه شي.
اسلامي امارت لهخوا د پخوانيو چارواکو او سیاستوالو د ستنېدو لپاره ځانګړی کمېسیون داسې مهال کار پیل کړ چې هره ورځ د دې ډلې د امنیتي ځواکونو لهخوا د پخوانیو امنیتي او ملکي کارکوونکو د وژنې راپورونه خپرېږي.
له دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاې هم په دې اړه راپور خپور کړی و، په راپور کې ویل شوي وو چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د دې ډلې لهخوا د تېر نظام د نژدې ۵۰۰ کارکوونکو او د امنیتي افسرانو د وژلو یا د لادرکه کېدو پېښې مستندې شوې وې، خو اسلامي امارت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا رپوټ مغرضانه بللی و.