د شمالي اټلانټیک تړون سازمان یا ناټو د غړو هېوادونو مشرانو په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی.

دوی له روسیې غوښتنه کړې چې پر اوکراین روان پوځي یرغل دې پای ته ورسوي او خپل ټول پوځیان دې له دغه هېواد څخه وباسي.

په ویناپاڼه کې راغلي چې د اوکراین پر خپلواک، ډموکراټ او سوله‌ییز هېواد پلان شوی دا برید وحشیانه او په بشپړه توګه بې دلیله دی. د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو د روسیې د کړنو له امله  په اوکراین کې د انساني رنځ، لویې ویجاړۍ او نورو زیانونو په اړه خواشینې ښودلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ویناپاڼه کې همداراز راغلي چې په اروپا کې سوله له ګواښ سره مخ شوې او نړۍ به روسیې او بلاروس د خپلو کړنو له امله ځواب ویلو ته اړ کړي. د ناټو غړو هېوادونو د نړۍ له ټولو حکومتونو غوښتنه کړې چې یاد برید له قید او شرط پرته وغندي.

ویناپاڼه کې ویل شوي چې د جګړې بشپړ مسوولیت د روسیې په واک دی او دغه هېواد د ناټو له لوري د ډيپلوماسۍ له لارې د خبرو وړاندیز رد کړی دی.

د ناټو د غړو هېوادونو د دولت مشرانو ټينګار کړی چې په بشپړه توګه به د اوکراین له منتخب ولسمشر، دولت، پارلمان، د دغه هېواد له اوسېدونکو او کورنیو ترڅنګ به د ټپیانو او بې‌ځایه شویو سره ودرېږي او خواخوږي ورسره کوي.

په ویناپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د روسیې کړنو ته په پام، ناټو د خپل قلمرو لپاره د دفاعي وضعیت په اړه د ټولو اړینو پیغامونو لپاره له خپلو متحدانو سره د واشګټن تړون د څلورمې مادې پربنسټ، مشورې کړې دي.

په ورته مهال دغو هېوادونو ویلي چې د ناټو تړون ختیځو سیمو کې یې هوايي او ځمکني ځواکونه ځای پر ځای کړی دی. د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په وینا، ناټو خپل دفاعي فعالیتونه زیات کړي او هر راز احتمالي پېښو ته د غبرګون ښودلو لپاره چمتو ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو زیاته کړې چې د متحدانو د دفاع او ساتنې لپاره به یو بل ته لاس ورکړي او ټينګار یې کړی چې «ازدۍ تل پر ظلم بریالۍ ده.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام