Asset 1SWN

له زده‌کړو فارغې نجونې ښځو ته د کار برابرولو غوښتنه کوي

DSC_0041

په کابل کې له اعظم دارالمعلمین څخه تازه فارغې شوې نجونې د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه ښيي او وايي، ګڼ‌شمېر مېرمنو ته د کور سرپرستي ور پر غاړه ده او په‌کار ده چې لپاره یې د کار اسانتیاوې برابرې شي.

له دغه دارالمعلمین نه تازه ۳۸ نجونې فارغې شوې. د دوی له ډلې فاطمې مومن‌یار په خپله فراغت‌غونډه کې وویل، هېواد کې وروستیو جګړو ګڼ‌شمېر کورنۍ بې‌سرپرسته کړي او اوس یې چارې مېرمنو ته ور پر غاړه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دوی او ټولو افغان مېرمنو لپاره د کار اسانتیاوې برابرې کړي، څو له لارې یې ځان او کورنۍ وچلوي.

یوه بله فارغه تمنا میاخېل بیا وايي، په ډېرو ستونزو یې زده‌کړې کړي او هیله لري چې په راتلونکي کې به د کار اسانتیاوې هم ورته برابرې شي.

هغه ټینګار کوي چې ښځې کولای شي په دولتي او نادولتي ادارو کې کار وکړي او چارې ښې مدیریت کوي؛ نو په‌کار ده چې له وړتیا یې ګټه واخیستل شي.

یادې تازه فارغې شوې نجونې د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیت لګول د هغوی په حق کې ستره جفا بولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ښځو لپاره د کاري اسانتیاوو نه موجودیت په اړه داسې مهال اندېښنې او شکایتونه راپورته کېږي چې د اسلامي امارت ویندویانو تل ویلي چې په حکومتي ادارو کې یې لپاره د کار اسانتیاوې برابرې کړي، خو د راپورونو پر بنسټ، ښځې له څو مشخصو ادارو پرته د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په نورو ادارو کې کار نه‌شي کولای.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام