Asset 1SWN

سږکال خصوصي پوهنتونونو له ۳۰ تر ۸۰ زده‌کړیالان جذب کړي

590864_519

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسوولان وايي، د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو او هېواد کې د لوړو زده‌کړو دوام ته د زده‌کړیالانو د انګېزې نشتون له امله سږکال خصوصي پوهنتونونو کې د زده‌کړیالانو د جذب کچه د پام وړ کمه شوې ده.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مطبوعاتو مشر محمدکریم ناصري سلام‌وطندار ته ویلي چې سږکال هر خصوصي پوهنتون کې له ۳۰ تر ۸۰ زده‌کړیالان جذب شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه اندېښنه وښوده چې د زده‌کړیالانو د جذب کچې په کمېدو سره به د خصوصي پوهنتونونو د فعالیتونو دوام له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي وویل: «په هېواد کې هر یوه خصوصي پوهنتون سږ کال ۳۰، ۴۰ او تر ۸۰ پورې زده‌کړیالان جذب کړي او هېواد کې زده‌کړو د دوام انګېزه او لېوالتیا خورا کمه شوې ده.»

په ورته وخت کې د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، له زده‌کړو څخه د نجونو راګرځولو له کبله د خصوصي پوهنتونونو زده‌کړیالان کم شوي او ځینې دغه پوهنتونونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه وځنډوي.

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون سرپرست زاهد امرخېل وویل: «وروسته له هغې چې وروسته له هغې چې نجونې له زده‌کړو راوګرځول شوې، زده‌کړیالانو د زده‌کړو دوام په اړه خپله انګېزه له لاسه ورکړې او ډېری خصوصي پوهنتونونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه وځنډوي.»

له دې سره د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.

د دغه وزارت ویاند ضیاالله هاشمي ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت د پرېکړې پراساس، نجونې زده‌کړیالانې تر بل امر پورې پوهنتونونو ته له تلو منع دي.

نوموړي وویل: «د لوړو زده‌کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د ستونزو حل لپاره یوه کمېټه ټاکلې او پرمټ به یې د خصوصي پوهنتونونو ستونزې حل شي، خو  د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ، نجونې به تر امرې ثاني پورې پوهنتونونو ته نه ځي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسوولان همدارنګه وايي، تېرو کلونو کې د ټول هېواد په کچه د نجونو په ګډون شاوخوا ۲۰۰زره زده‌کړیالانو ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې کولې، خو اوس دغه شمېر د پام وړ کم شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام