په هېواد کې وروستیو سیاسي تحولاتو د خصوصي پوهنتونونو د زدهکړو پر بهیر خورا ناوړه اغېز کړی دی.
د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو یوشمېر مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله یې د زدهکړیالانو شمېر خورا کم شوی او له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ازهر خصوصي پوهنتون د زدهکړیالانو چارو مرستیال جمالالدین سلیماني وايي چې دغه موسسه د زدهکړیالانو د کمښت له امله اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
د نوموړي په وینا، په یاده موسسه کې نږدې ۲۰۰۰ زدهکړیالان پر زدهکړو بوخت وو چې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله یې شمېر ۳۰۰ کسانو ته راټيټ شوی دی.
بلخوا په کابل کې د پیام د لوړو زدهکړو موسسې علمي مرستیال رقیب عزیزي د یاد پوهنتون له خراب اقتصادي وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له اسلامي امارت غواړي چې له یادې موسسې مالي ملاتړ وکړي او له سقوط څخه یې وژغوري.
نوموړی وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې ۷۰سلنه زدهکړیالان له لاسه ورکړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو د ټولنې مسوولان په هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
د دغه بنسټ ویاند محمد کریم ناصري سلاموطندار ته ویلي، که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، یوشمېر خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو موسسې به وتړل شي. د نوموړي په وینا، هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د یادو پوهنتونونو د زدهکړیالانو شمېر ۷۰سلنه راکم شوی دی.
په ورته مهال د لوړو زدهکړو وزارت د زدهکړیالانو چارو د معینیت سرپرست سیداسماعیل روحاني په خصوصي پوهنتونونو کې د زدهکړیالانو د شمېر کمښت ردوي او وايي چې د خیالي زدهکړیالانو څخه د مخنیوي له امله د خصوصي پوهنتونونو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.
نوموړی ډاډ ورکوي چې هېواد کې به هېڅ خصوصي پوهنتون نه تړل کېږي او تر دمګړۍ هم کوم خصوصي پوهنتون نه دی تړل شوی. د یادونې وړ ده چې په تېرو شلو کلونو کې د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ خصوصي پوهنتونونو هم ګڼشمېر ځوانانو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
اوس اندېښنې دا دي، که یاد خصوصي پوهنتونونه وتړل شي، د لوړو زدهکړو پر بهیر به ناوړې اغېزې وکړي.