یوشمېر افغان زده‌کړیالان وايي چې د اسلامي امارت له لوري د هېواد تر بشپړ کنټرول او د هند او افغانستان ترمنځ د الوتنو له دردېدو وروسته له درسونو پاتې دي.

د دوی په وینا، د هند په ګډون، نورو هېوادونو اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او همدا لامل دی چې دوی له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي. دغه زده‌کړیالان وايي، دوی د الوتنو درېدو له کبله اړ شوي چې په انلاین توګه زده‌کړې وکړي، خو په خبره یې، له لرې د زده‌کړو دوام چندان ګټور نه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمد راسخ چې په هند کې یې زده‌کړې کولې وايي، د افغان دولت له سقوط وروسته د روان او تېر کال شاوخوا یوولس سوه زده‌کړیالان چې هېواد ته په رخصتۍ راغلي وو، ونه توانېدل چې بېرته هند ته ولاړ شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

حنیف الهام هم په هند کې یو افغان زده‌کړیال دی. نوموړی وايي، هغه افغان زده‌کړیالان چې په افغانستان کې پاتې دي، نه یوازې له زده‌کړو بېبرخې شوي، بلکې دلته هم له ګڼو اقتصادي او اروايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یو بل افغان زده‌کړیال هوشنګ ګلستاني چې د هند یوه پوهنتون ته بریالی شوی وايي، د ویزو نه ترلاسه کولو له کبله په هېواد کې پاتې شول او لا هم نه پوهېږي چې کله به د زده‌کړو لپاره یاد هېواد ته ولاړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغان زده‌کړیالان د لوړو زده‌کړو له وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي. موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د لوړو زده‌کړو وزارت د ویاند نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره یې ځواب را نه کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام