اسلامي امارت په بدخشان کې د «صدای بانوان راډیو» وتړله

په بدخشان کې د صدای بانوان راډیو مدیرمسوولې نجلا شېرزاد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست یې د راډیو دروازه ور تړلې ده. هغه وايي چې د دې راډېو له لارې یې هېڅ ډول موسیقي نه‌ده خپره کړې او د مسوولانو د دغه کار د اصلي لامل په اړه هم نه پوهېږي.

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې شوي

د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو څلور ورځنۍ ناسته چې د هند په کوربه‌توب پیل شوې د افغانستان پر وضعیت هم په‌کې بحث او خبرې شوې دي. د نړیوالو اړیکو شنونکی نظراحمد رزاقي سلام‌وطندار ته وویل د نړۍ او اسلامي امارت د غوښتنو د سیالۍ له امله افغانستان د شانګهای ناستې ته نه‌و وربلل شوی.

پاکستان کې چاودنه؛ څلور پولیس وژل شوي او شپږ ټپیان دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د یوې چاودنې پر مهال د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رسنیو نن پنج‌شنبه د مارچ ۳۰مه راپور ورکړی چې چاودنه نن سهار د خېبرپښتونخوا ایالت لکي مروت سیمه کې رامنځته شوې ده.